محمد نبي په بنګلديش ليګ کې د خپلې لوبډلې مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان مشهور آلراونډر محمد نبي په بنګلديش غوره ليګ کې د خپلې لوبډلې (رانګپور رايډرز) لوبډلمشر وټاکل شو.

دا د محمد نبي لپاره څلورم پرلپسې کال دی چې د بنګلديش په غوره ليګ کې ګډون کوي، د نوموړي تجربې ته په کتلو يې لوبډلې د لوبډلمشر ټاکلو پريکړه وکړه.

۳۴ کلن محمد نبي چې د نړۍ په بېلا بېلو ليګونو کې د آلراونډر لوبغاړي په حيث ګډون کوي، په ځانګړي ډول ښه ځليږي او د لوبډلمشرۍ په برخه کې کافي تجربه لري.

د بنګلدیش غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ په ۶مه نېټه پېل شي او د ۲۰۲۰م کال جنوري میاشتې تر ۱۱مې نیټې به دوام وکړي چې په کې به ۷ لوبډلې ۴۶ سیالۍ ترسره کړي.

محمد نبي په ۲۰۱۴م-۲۰۱۵م کالونو کې د افغانستان ملي لوبډلې مشري کړې او لوبډلې ته يې ګڼ شمېر برياوې ورکړې دي.

محمد نبي به په نږدې راتلونکي کې د استراليا په بيګ باش سياليو کې هم ګډون وکړي، د نوموړي لوبډلې تېر کال اتلولي ګټلې وه. محمد نبي ته د «رئيس» لقب ورکول شوی دی.

د يادونې وړ ده چې محمد نبي په ۲۰۱۴م اسيايي جام، او په ۲۰۱۵م پنځوس اوريزو نړيوال جام کې د ملي لوبډلې مشري ترسره کړې ده چې د خپل وخت کامياب لوبډلمشر و او افغانستان ته يې په نړيوال جام کې يوازينی بريا ورکړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
زمری سیلاب عزیزي
میلمه
زمری سیلاب عزیزي

ډیر ښه زیری زما لپاره او د ا ډیر ښه اقدام بولم. خو خدای دې وکړي چې د محمد نبي د خپلې لوبې کولو د خرابیدو لامل نه شي. مننه