سروې: ۹۰ سلنه افغانان سوله او ۸۲ سلنه د بهرنيو پوځيانو ايستل غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د اسيا بنسټ په خپلې سروې کې ويلي، چې د افغانستان نوي سلنه خلک د سولې غوښتونکي دي، ۶۴ سنله خلک په دې باور دي، چې د سولې خبرې بريالۍ کېدای شي او ۸۲ سلنه خلک د بهرنيو پوځيانو د وتلو پلويان دي.

په دغه سروې کې شاوخوا اتلس زرو کسانو سره مرکې شوي، چې د افغانستان  ۷۴ سلنه خلک له روان سياسي او اقتصادي وضعيته اندېښمن دي.

د سروې له مخې په هېواد کې د ځوانانو بې کاري ۷۲ سلنه زياته شوې او شل سلنه يې د اقتصادي وضعيت د ترينګلتيا له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اسيا بنسټ مشر عبدالله احمدزي ويلي، د افغانستان ترينګلي اقتصادي وضعيت او د سولې خبرو د عامو افغانانو نظرونه اغېزمن کړي دي.

د چارو کارپوهان وايي، سروې يوازې يو اټکل کېدای شي، خو تر ډېره د روان وضعيت يو انځور وړاندې کولی شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

بس خبره خلاصه ده. نو ولی سولی نکوی د خلکو غوښتنو ته ولی توجه نکوی. تاسی خو یی وینو چی په درجن درجن هر ورځ وژنی. کچیری سوله وی او اوربند وی بیا نو کافرانو ته هم بهانه نپاتی کیږی د وتلو.

مجاهد
میلمه
مجاهد

زه فکر کوم څوک هم نه غواړی چه ناموس یی د نورو لاندی پایمال او کارول کیږی دغه شمیرنه کیدی شی نامکمله وی او یا یا یو څه بی ناموسه غلامان پکی تصادفا رامخی ته شوی وی د کومو چه هره ورځ د خپلو بچیانو زیړ ويشتان او شنی سترګی ورتوروی ( تاسی ښه پوهیږی چه پورتنی جمله څه ماهیت لری )

اجمل
میلمه
اجمل

یو حقیقت باید وویل شی چی افغانان زما په اند ۱۰۰ فیصده د بهرنیو ویستل غواړی او همداسی سل په سلو کی د سولی، وحدت او یووالی طرفداران دی.