
غزل؛ خوشال کليوال
خوشال کليوال
شمعې! شپه ده، نو ژړا ته ضرورت دی
د رڼو اوښکو رڼا ته ضرورت دی
موږ خندلي پکې نه دي، صبر صبر!
قیامته! لا دنیا ته ضرورت دی
مشرتوب د بې اودسو دنده نه ده
امامت دی او ملا ته ضرورت دی
کاشکي هغه ګناهګاره په دې پوه شي
چې جنت کې و حوا ته ضرورت دی
د پیړیو مړه یادونه دي ژوندي کړل
مسیحا طالبه تا ته ضرورت دی
چې چورلکې د چاپو کړي دړي وړي
بس یوې داسي بلا ته ضرورت دی
د ژوند مړی مي خوشحال نه دی خوشحاله
د زړه لپه کې دعا ته ضرورت دی