ملابرادر اخند په سپتمبر میاشت کې چین ته سفر کړی وو

په افغان سوله کې د چینایانو هڅې او موخې

لیکوال: احمدشاه راشد- د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی

د روان میلادي کال د اکتوبر په ۲۹ مه او ۳۰ مه نېټه باندې ټاکل شوې وه، د چین هېواد په کوربتوب بین الافغاني ناسته ترسره شي، په دې ناسته کې د طالبانو سیاسي دفتر غړو د خپل ګډون تائید کړی ؤو، او افغان سیاسیونو، چې مشري به یې پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي کوله هم تائید کړې وه، چې په یاده ناسته کې به ګډون وکړي خو د یو لړ ستونزو له امله یاده ناسته تر اوسه پورې نه ده تر سره شوې، اوس داسې ګنګوسې دي، چې ممکن یاده ناسته په چین کې تر سره نشي شاید په بل کوم اروپایي هېواد کې تر سره شي په لومړیو کې داسې آوازې وې. افغان حکومت د چین له حکومت نه غوښتنه کړې، چې تر هغه وخته پورې یاده ناسته شاته کړي تر څو پورې، د ولسمشریزو ټاکنو پایلې معلومې شوې نه وي او په دې سره به د افغان حکومت یوه باصلاحیته ډلګۍ هم په یاده ناسته کې ګډون وکړي خو اوس داسې معلومیږي، چې امریکایان او اروپایان نه غواړي یاده ناسته د چین هېواد په کوربتوب تر سره شي او هڅې کړي تر څو په کوم بل اروپایي هېواد کې یې تر سره کړي نو له دې داسې معلومیږي، چې د امریکا په لارښوونه افغان حکومت هم د یادې ناستې د تر سره کېدو مخالفت کړی د یادولو وړ ده، چې تېره اوونۍ پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یوه مطبوعاتي غونډه کې یادونه وکړه، چې له ده څخه جمهور رئیس محمد اشرف غني غوښتنه کړې، “د چین په کوربتوب تر سره کېدونکې غونډه کې ګډون ونکړي، ده زیاته کړه نه یوازې ماته بلکې نورو بانفوذه شخصیتونو ته یې هم ویلي، په یاده ناسته کې ګډون ونکړی دده په وینا افغان حکومت په لوی لاس هڅه کوي تر څو د سولې پروسه په هر ډول، چې وي تخریب کړي”. کابل بېجینګ اړیکو ته کتنه، د سولې په پروسه کې د چین هڅې، له طالبانو سره نېږدې‌کېدونکې اړیکې او د بېجينګ ناسته؛ ولې تر سره نشوه؟ او پایلې به یې څه وي هغه څه دي، چې دلته مو پرې شننه کړې.

کابل- بېجینګ اړیکو ته کتنه

په سیاسي، کلتوري، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان او چین د تاریخي او دوستانه اړیکو لنډه کتنه هغه مهال ته ور ګرځي، چې د ورېښمو لار له افغانستان څخه چین ته غځېدلې وه. د افغانستان او چین تر منځ تاریخي اړیکې په اوومه میلادي پېړۍ کې پیل شوې. ویل کېږي، چې د چین د مانکانو د هغه مهال مشر، سوان ژنګ د بامیانو دره ولیده او د بودا د دوه سترو مجسمو ستاینه یې وکړه. افغانستان او چین شاوخوا ۷۶ کیلومتره ګډه پوله لري. تر ټولو غوره د تګ راتګ لار یې د سمندر له سطحې څخه ۵ پنځه زره متره لوړ والی لري، چې صعب العبوره لار ده او ډېری وختونه د کال په اوږدو کې د واورو د ورښت له کبله تړلې وي.

په معاصر تاریخ کې د افغانستان او چین د دولتونو دیپلوماتيک مناسبات په ۱۹۵۵م کال کې پیل شو، چې افغانستان ته د چین د لومړي وزیر چوئن لای سفر ور سره مل ؤ. د طالبانو پر مهال، له دې کبله چې طالبانو د اویغور له بېلتون پالو ملاتړ کاؤو د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې ترینګلې شوې خو د طالبانو د رژيم له را پرځېدو او په افغانستان کې د لنډ مهاله دولت له جوړېدو را په دېخوا د دواړو دولتونو ترمنځ د نویو اړیکو زمینه مساعده شوه. د ۲۰۰۱م کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان دولت د پیکن له خوا په رسمیت و پېژندل شو او په ۲۰۰۲م کال کې جمهور رئیس حامد کرزی پیکن ته لاړه، چې تود هر کلی یې وشو او په پایله کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لومړی تړون لاسلیک شو او چین د افغانستان د بیا رغوونې په یوه ښه لوبغاړي بدل شو.

همدارنګه د ملي یووالي حکومت په دوره کې هم د افغانستان او چین اړیکي د متقابلې همکارۍ په محور ولاړې وې، د ملي یووالې حکومت په دوره کې چین هېواد په افغانستان کې په یادو برخو(بنايي پروژو، په ځانګړي ډول د ریل پټلۍ، لویو لارو او بندونو په جوړولو، د انرژۍ په تولید او ودانیزو برخو کې) خپلو پراختیایي کارونو ته ادامه ورکړه.

سولې په پروسه کې د چین هڅو ته کتنه

په افغانستان کې د ډاکتر نجیب د حکومت پرمهال هڅې وشوې، تر څو چین وهڅوي، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه تم کړي. ځکه ډاکټر نجیب او بیا استاد رباني پر دې باوري ؤو، چې پاکستان پر مجاهدینو، حزب اسلامي او طالبانو ډېر نفوذ لري او چین بیا د پاکستان ستراتيژيک ملګری دی. که چین وغواړي، نو پاکستان هڅولی شي، چې دغه درېیواړه لوري دې ته اړ کړي، چې په کابل کې جګړه نوره تم کړي؛ خو ډاکټر نجیب او استاد رباني دواړه په خپلو دغو هڅو کې ناکام شول. له ۲۰۰۱م کال راهیسې او په تېره بیا چې کله په افغانستان کې چین د مېس عینکو قرارداد ترلاسه کړ، نو د دې تر شا یو لامل دا هم ؤو، ځکه افغان دولت ګمان کاوه، چې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي او طالبان او پاکستان به هغه ځایونه په نښه نه کړي، چې چینایان به پکې کار کوي. همدا راز په ۲۰۱۲م کال کې حامد کرزي وړاندیز وکړ، چې د افغانستان- پاکستان- چین ترمنځ دې درې اړخیزې ناستې پيل شي. چینایانو له دغه وړاندیز هرکلی وکړ او په دې تړاو یې د هر ډول همکارۍ وعده وکړله، وروسته چې په ۲۰۱۴م کال کې اشرف غني د افغانستان رئیس جمهور شو، نو ده د یو ځل بیا لپاره وغوښتل، چې د افغانستان د سولې په تړاو د چین کارد استعمال کړي. خو ترڅنګ یې له پاکستان سره هم اړیکې ښې کړې او ډېری امتیازات یې ورکړل. دا چې اشرف غني ولې د سولې په پروسه کې چین رادخیل کړ، لاندې عوامل یې درلودل:

1. چین د پاکستان ستراتيژيک ملګری دی او پر پاکستان نفوذ لري.

2. چین هم د خپلو داخلي او بهرني ضرورتونو له کبله غواړي د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي. دا به د چین له خوا لومړی نړېوال رول وي، چې د خپلو پولو وراخوا یې ترسره کوي.

3. اوسمهال چین په خپله د سینګیانګ په ایالت کې د ثبات پسې دی او د افغانستان ثبات او آرامي نه یوازې دا چې د سینکیانک پر ایالت اغېزه ښندلای شي، بلکې د شي جین پينګ د ورېښمو نوې لارې او د پاکستان-چین پر اقتصادي حوزې هم اغېزه ښندلای شي.

4. چین د افغانستان د قضیې له دواړو طرفونو (طالبان او افغان حکومت) سره ښې اړیکې لري.

5. چین کولای شي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د یو نړېوال ضامن کوونکي په توګه رول ولوبوي؛ ځکه په کابل کې ډېری د پاکستان پر کړنو، ژمنو او ویناوو شکونه څرګندوي؛ خو چین بیا په دې برخه کې هم د پاکستان په تړاو او هم د طالبانو په تړاو د یو ضامن کوونکي ځواک په توګه ټولو ته د باور وړ دی؛
له دې وروسته چین د څلور اړخیزو غونډو په لړۍ کې چې شپږ ناستې یې تر سره شوې فعال ګډون درلود خو دا، چې یادې ناستې ولې له ناکامۍ سره مخ شوې یو علت خو یې دا کېدای شي چې څومره ښودل کېدل، پاکستان په طالبانو نفوذ لري هغه غلط ثابت شو او په عمل کې یې څه ونکړی شول او بل طالبانو په دې ناستو کې د ګډون نه انکار وکړ، نو په پایله کې یې یادې ناستې له ناکامۍ سره مخ شوې خو افغان حکومت د دې ناستو په لړ کې د پاکستان د نفوذ اندازه په طالبانو باندې ولګوله. خو چین د کابل پروسې په ناستو کې هم ګډون درلود او د یادې ناستو له پرېکړو یې خپل ملاتړ اعلان کړی ؤو او د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې، چې کومه طرحه د حکومت له لوري طالبانو ته وړاندې شوه د چین هېواد له دې طرحې حمایت وکړ، د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د شویو ناستو هرکلی یې هم وکړ، همدارنګه د بین الافغاني ناستو، چې تر اوسه پورې په روسیه او قطر کې تر سره شوې ملاتړ کړی او د یادو ناستو په زیاتېدو یې ټینګار کړی او دوی هم د روان م کال په اکتوبر میاشتې به اواخرو کې غوښتل په خپل کوربتوب بین الافغاني ناسته جوړه کړي، چې د یو لړ ستونزو له امله یاده ناسته تر اوسه نه ده تر سره شوې.

له طالبانو سره د چین اړیکې

په افغانستان باندې د امریکایانو برید، چې په پایله کې یې د طالبانو امارت سقوط وکړ ، او له هغه مهاله یوازني هغه دوه هېوادونه، چې له طالبانو سره یې خپلې اړیکې دوامداره وساتلې هغه پاکستان او چین دي،اینډرو سمال په خپل اثر «د چین او پاکستان محور» کې لیکي، چینايي چارواکو ډېر پټ له طالبانو د سیندک کان د کیندنو په تړاو لیدنو کې استفاده وکړه. سیندک کان په بلوچستان کې دی او هغه وخت یې اداره د چین په لاس کې وه، سمال په خپل کتاب کې لیکي، د دې قوي احتمال شته چې طالبانو دې له چينه وسلې تر لاسه کړې وي، له دې را وروسته څو کلونو کې د چینايي او طالب مشرانو څو دوه اړخیزې ناستې هم وشوې، دا ناستې پټې وې او چین هیڅکله تائید نه کړې، خو د روان میلادي کال په جون میاشت کې یې علني اعلان وکړ، چې بېجينګ د ملا برادر په مشري د طالبانو د پلاوي کوربه دی، هغه ملا برادر، چې د طالبانو د اوسنۍ رهبري مرستیال او اته کاله تر ۲۰۱۸م پورې د پاکستان زنداني ؤو. چین په دې سربېره له روسیې او امریکا سره هم دوه ځلې درې اړخیزې ناستې کړې دي، تر دې، چې په ۲۰۱۷م کال یې د پاکستان او افغانستان تر منځ هم په خپل کوربه‌توب د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړه کړه. چین ډارېږي که افغانستان بې‌ثباته وي؛ نو اویغور او له سوریې تښتېدلیو جنګیالیو ته به پکې د فعالیت ښه زمینه برابره وي، دغه راز چین له دې کبله هم اندېښمن دی چې پاکستان، منځني ختیځ او نورو هغو سیمو کې چې دا هېواد اقتصادي پروژې لري، خو له افغانستانه ورته ګواښ متوجه کېدای شي، باید خطر یې رفع او دفع شي. په دې سربېره په افغانستان کې دا مهال د چین اقتصادي رول هم په پیاوړي کېدو دی، ځکه دا هېواد اوس افغانستان کې تر ټولو لوی پانګه اچوونکی دی، هو که څه هم په افغانستان کې د پاکستان په پرتله د چین د پانګونې ګراف ډېر ټیټ دی خو که جګړه نه وي، افغانستان کېدای شي چې راتلونکې کې د چین د پانګونې لپاره په لویه سرچینه بدل شي .

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو له بندېدو سره د چین هڅې

د امریکا او طالبانو د نهه پړاویزه خبرو له بندېدو وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي، ډينګ شیون، اسلام‌آباد ته سفر وکړ. دغه چينايی چارواکی له دې وړاندې په افغانستان کې د چین سفیر و. د اسلام اباد له سفر وروسته افغانستان ته راغی. او دلته یې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره ولیدل. ده وویل، چین چمتو دی، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي؛ ځکه د افغانستان سوله د چین په ګټه هم ده. هغه د خپل دغه سفر موخه د امریکا او طالبانو د خبرو د بندېدو په اړه د افغانستان او پاکستان د نظرونو معلومول وګڼل او زیاته یې کړه، چې د امریکا او طالبانو ترمنخ په هره ممکنه لاره، چې کیږي باید بیا ځل خبرې پیل شي د ده له سفر یو څو ورځې وروسته د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه هم چین ته سفر وکړ هلته یې له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې په یادو لیدنو کې ټینګار وشو، چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ خبرې بېرته پیل شي او چینایي لوري وعده وکړه، چې په نېږدې راتلونکې کې به چین د بین الافغاني غونډې کوربتوب وکړي.

په بېجینګ کې جوړېدونکې بین الافغاني غونډه

ټاکل شوې وه، چې د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه او ۳۰ مه نېټه باندې د چین په کوربتوب بین الافغاني ناسته تره سره شي، طالبانو خپل ګډون تائید کړی ؤو، افغان سیاسیونو هم د خپل ګډون خبرې کړې وه یوازې دا ناسته په دې وځنډېدله چې افغان حکومت له چین حکومت نه غوښتې ؤو تر څو یاده ناسته لومړی د همه‌شمول او باصلاحیته هیئت د جوړولو په پار او وروسته د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې د ځنډېدو غوښتنه وکړه، خو اوس د بېجینګ بین الافغاني ناستې د ناکامېدو او په جرمني کې د ورته یوې بلې ناستې د جوړېدو په تړاو ویل کیږي او دا ویل طالبانو هم تائید کړي، چې جرمني کې د بین الافغاني ناستې د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي. داسې انګېرل کیږي، چې د بېجينګ د ناستې په باب د امريكا او د هغو د اروپايي متحدينو نه غوښتل، یاده ناسته د چین په کوربتوب تر سره شوې وی، او غواړي پر ځاى يې په جرمني كې بين الافغاني ناسته جوړه شي. یاده ناسته چې د جرمني په برلېن ښار کې تر سره کیږي په راتلونکو دوه اونیو کې به جوړه شي او په دغه ناسته کې به افغان سیاستوال، حکومتي کسان او د طالبانو استازي برخه ولري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل ویلي، هېواد یې هوډ لري چې د افغان سولې په تړاو، په برلین ښار کې یوه بین الافغاني ناسته جوړه او په دې اړه به له افغان حکومت سره د خبرو په هدف کابل ته راشي. او نوموړي یوه اوونۍ مخکې له طالب استازو سره په قطر کې هم لیده کاته تر سره کړي ؤو او د یادې ناستې په اړه یې ورسره خبرې کړې وې طالبانو د یادو ناستو د ترسره کېدو هر کلی کړی او د خپل ګډون اطمېنان یې ورکړی دی.
په بېجېنګ ترسره کېدونکې ناسته ولې د خنډ سره مخ شوه؟

امریکایان او ورسره متحدین یې نه غواړي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې هېوادونه بارز رول ولري دوی له دې وېره لري، داسې نه چې د دې پروسې کنټرول د دوی له لاس نه ووځي، که چېرې د افغانستان جیوپوليټیکي موقعیت ته وګورو نو د امریکایانو راتګ یوازې د ۱۱م د سپټمبر حملو سره افغانستان ته نه ؤو بلکې هغه ورته یوه بهانه شوله، د افغانستان د ښه موقعیت په درلودلو سره، چې دوی کولای شي د سیمې نوي منسجم او راټوکېدونکي هېوادونه لکه روسیه، چین او ایران له دې ځایه کنټرول کړی شي. په لومړیو کې د دوی له راتګ سره افغانستان ته یاد هېوادونه ورسره هم‌نظره ؤو، نظر وضعیت ته په کتلو سره خو اوس هغه وضعیت کاملآ تغیر کړی دی، اوس د امریکایانو شتون دوی په افغانستان کې د ځان په ګټه نه بولي نو ځکه یې له طالبانو سره خپلې اړیکې د بل هر وخت په پرتله نېږدې او قوې کړې، چې دا سبب شو تر څو طالبان په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې کامیاب مخکې لاړ شي، نو په بېجينګ کې کېدونکې ناستې نه د امریکایانو همدا وېره ده نو پر ځای یې غواړي یاده ناسته په جرمني کې تر سره شي.

پایله

که چېرې په سیاسي، کلتوري، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان او چین تاریخي او دوستانه اړیکو او په تېره یوه لسیزه کې د سولې په پروسه کې د چین همکاریو ته وګورو نو له دې معلومیږي، چې چین په افغانستان کې آرامي او خپله د افغانانو په رهبرۍ قوي مرکزي حکومت غواړي. دا غوښتنه یې په دوه علتونو سره کېدای شي لومړی د اویغور مسلمانانو سره د چین د حکومت ستونزه دوی وېره لري، چې داسې نه اویغور مسلمانان د افغانستان د خاورې نه د دوی په ضد استفاده وکړي، او دویم د اقتصادي اړخ نه افغانستان د دوی لپاره ښه مارکېټ دی اوس دوی کوښښ کړي، چې افغانستان د یو کمربند او یوې لارې پروژې برخه یې هم وګرځوي نو د دوی همکاریو ته په کتلو سره، په سیمه کې د اقتصادي قوت او له طالبانو سره نېږدې اړیکې دا هغه څه دي چې د دوی اهمیت یې ډېر کړی او د افغان کشالې په حل کې هم خپل مهم رول لرلی شي نو افغان حکومت، چې د امریکایانو په اشاره لومړۍ یاده ناسته د مختلفو عواملو په اساس وځنډوله او اوس غواړي یاده ناسته د بېجینګ پر ځای بل هېواد یعني جرمني کې تر سره کړي، دا کړنه د افغان حکومت او چین په اړیکو ژوره اغېزه لري او په پایله کې افغان سوله، چې اوس په یوه نړېواله موضوع بدله شوې د درست پرمختګ مانع کېدلی شي او دا دېته زمینه برابروي چې بیروني هېوادونه خپل حساب او کتاب د افغانستان په خاوره کې تر سره کړي، چې د دې کارونو په لړ کې او د خرابو سیاستونو د شتون له امله دادي افغانان دا ۴۰ کاله یې قېمت ورکوي نو دې وضعیت ته په کتو سره افغان حکومت او نور افغان جهتونو باید په خپل بهرني سیاست کې د هر ملک ځای ته په کتلو سره برخورد وکړي او موازنه یې وساتي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دوه ډوله ارزونه : لمړی هغه ارزونه چه امریکا د غلامانو له خولو په جوړو شوو او ځپرو بسترو څیړنی او ارزونی کیږی د مثال په ډول د سپټمبر یوولسمه فاجعه د نظم نوین جهانی په پلانو ترسره شوی حتی د امریکا سیالان لکه چین، روسیه او داسی نور هم سره د دی چه د امریکا له جوړی شوی فاجعی خبر وو یعنی [ د سپټمبر فاجعه خپله د امریکایانو له خوا تر سره شوی ] هم یی دامریکا سره په افغانستان او عراق بریدونو کی لوژیستیکی ، استخباراتی او حتی نظامی او تبلیغاتی لاس اړونه لرله او تر اوسه… نور لوستل »

انیس
میلمه
انیس

که اشرف غنې د امریکا په ژبه دا کار کوې نو تاسی د چا په ژبه په داسی یو هیواد کې چې خپله د اشغال یوه برخه ده شرکت کوې