
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړی انس حقاني چې تازه د بګرام زندان څخه د یوې تبادلې په ترڅ کې را خوشي شوی دی، د نن ټکی اسیا سره یې په ځانګړې مرکه کې وویل چې د مذاکراتي ټیم د غړي په حیث به د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم د نورو غړو په څېر او د خپلو مشرانو په هدایت به په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوي، د اشغال خاتمه او جګړې خاتمه به ورته اولویت ولري.
نوموړي په بګرام زندان کې د بندیانو د وضعیت بیانولو تر څنګ د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې د بندیانو سره ښه چلند، هغوی ته خپل بشري او قانوني حقوق ورکول او د هغوی خوشي کول به د سولې پروسه پياوړې کړي او مثبت اغیز به ولري.
انس حقاني په بګرام کې د خپل بند په اړه نن ټکی اسیا ته وویل چې ده او دده بل ملګري حافظ رشید تر څلورو کلونو زیاته موده په یوازي کوټه کې تېره کړه، خو په وروستیو میاشتو کې بیا د حافظ رشید سره په یوه پراخه کوټه کې یو ځای کړل شو.
نوموړي وویل تر نیول کېدو مخکې د اسلامي زده کړو متعلم وو، د اختر د رخصتیو څخه په استفادې قطر هیواد ته د محمد نبي عمري د ورورو حافظ رشید په ملتیا تللی وو چې له هغه ځایه د بیرته ګرځېدو پر مهال په بحرین هیواد کې د امریکایانو له خوا ونیول شو او کابل ته وسپارل شو او هلته بیا د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني د نسبت له وجې د اعدام پرېکړه باندي وشوه چې په وینا یې دده نیول او بیا کابل ته سپارل او د اعدام حکم باندي را ایستل دا ټوله پر طالبانو د سیاسي فشار لپاره وه.
انس حقاني چې د طالبانو د اسلامي امارت د مرستیال سراج الدین حقاني کشر ورور دی، د کال ۲۰۱۴ اکتوبر میاشتې په ۱۲مه نیټه په بحرین هیواد کې هغه مهال ونیول شو کله چې د ګوانتنامو څخه د پنځو ازاد شویو بندیانو لیدو ته ورغلی وو.
انس حقاني چې عمر یې د نیول کیدو پر مهال ۲۰ کاله وو او د اسلامي علومو په زده کړو بوخت وو، په دې جرم ونیول شو چې د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د کورنۍ غړی وو، په بګرام زندان کې یې تر پنځه کاله زیات وخت تیر کړ او دوه ځله محکمې د اعدام حکم باندي کړی وو.
خو بالاخیره د کال ۲۰۱۹ نومبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه د طالبانو او امریکایانو تر منځ د یوې کامیابې تبادلې په صورت کې راخوشي او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته وسپارل شو.
باید وویل شي چې د طالبانو له قوله که د سولې توافقنامه د امریکایانو سره لاسلیک شي پر اساس به یې افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان چې په بګرام او پلچرخي کې بندیان دي، خوشي کیږي او په مقابل کې په یې طالبان د کابل حکومت عسکر ور خوشي کوي.
خبری خو یی خورا ښیی وکړی ماشاالله، خو چی د پاکستان له حکومت نه یی مننه وکړه داسی ښکاری چی سړی به یا په سیاست ښه پوه وی او یا به د آی اس آی### یی.
الله تعالی دی په عزت لره، تا او ټول محترم مجاهد کورني ته دی له الله سبحان نه ډیر ډیر اجرونه، روغتيا او سلامتې غواړم.