
خلیلزاد په ننګرهار کې د داعش پر خلاف د طالبانو عملیات اغیزمن وبلل
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته تر هغه چې طالبان وتوانیدل په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې ته ماتې ورکړي او هغوی حکومت ته په تسلیمۍ مجبوره کړي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ننګرهار کې د طالبانو عملیات اغیزمن بللې او د داعش شاتګ یې ریښتونی پرمختګ بللی دی.
د زلمي خلیلزاد په قول لکه څرنګه چې ټرمپ وویل، په افغانستان کې دداعش پر ضد عمده پرمختګ شوی دی، په ننګرهار کې د داعش پر خلاف کمپاین یې یوه بیلګه ده، چې دده په وینا امریکا، افغان حکومت او طالبانو برخه پکښي درلودله.
د خلیلزاد په قول په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه په پوره توګه محوه شوې نه ده، خو بیا هم پر خلاف یې وروستي اغیزمن عملیات ریښتونی پرمختګ دی.
په ننګرهار کې وروستی کمپاین، یوه بیګله ده. د متحدو ایالتونو/ائتلاف او افغان امنیتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغیزمنو عملیاتو له کبله داعش-خراسان سیمې او جنګیالي وبایلل. سلګونه تسلیم شول. داعش-خراسان محو شوی ندی، خو دا رښتونی پرمختګ دی.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 3, 2019
باید وویل شي چې طالبانو له تیرو څو میاشتو راهیسي په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د داعش پر خلاف عملیات پیل کړي وه چې له امله یې په دې وروستیو کې په سلګونو داعشي جنګیالي د ماتې وروسته د حکومت اړخ ته د خپلو کورنیو او ماشومانو په ګډون تسلیم شول.
د یادونې وړ ده چې د دې تر مخه په زابل او جوزجان ولایت کې هم د طالبانو سره په جګړو کې د ماتې وروسته داعشي جنګیالي د سلګونو په شمیر حکومت ته تسلیم شول، په ځانګړي ډول داعشي جنګیالي د جوزجان ولایت څخه په هلیکوپترو کې کابل ته انتقال کړل شول. ځیني هیوادونه او په کابل کې سیاسي شخصیتونه اوس هم پر کابل حکومت او امریکا باندي تور پوري کوي چې په افغانستان کې د خپلو سیاسي او استراتیژیکو مقاصدو لپاره د داعش ډلې څخه استفاده کوي.
طالبانو په دې وروستیو کې د هغه قومندان «پیراغا» مرکه هم نشر کړې وه چې داعشیانو ته یې په ننګرهار کې ماتې ورکړه او هغوی یې حکومت ته په تسلیمۍ مجبوره کړل.
الله عزوجل دی تاسو ویاړلو مشرانو او کشرانو ته وروستی بری درنصیب کړې.تاسو د افغان او د نړی مسلمانانو ویاړ یاست.الله مو تاسو خپل پناه کې وساتې.آمین ثم آمین