افغانستان

ننګرهار: د جاپانۍ مؤسسې د مشر په موټر بريد کې پنځه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې په جلال اباد ښار کې نامعلومو کسانو د جاپاني مؤسسې « پي ايم ايس» مشر ډاکټر ناکامورا په موټر بريد کړی چې په نتيجه کې يې ډاکټر نامامورا ټپي شوی، درې ساتونکي، يو ملګری او يو موټر چلونکی يې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې پيښه نن سهار رامنځته شوه او وسله وال له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي.

ډاکټر ناکامورا چې د افغانستان د بيارغونې په چارو کې یې فعاليت کاوه، له ډېرې مودې راهیسې يې په جلال اباد ښار کې دنده درلوده او د ښو چارو د ترسره کولو له امله ورته د ولسمشر غني له لوري په افتخاري توګه د افغانستان تابعيت هم ورکړل شوی و.

تر اوسه په ډاکټر ناکامورا د وسله وال بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د رغنيزو چارو په کارکوونکو بريد کې مګر تر دې وړانډې هم پرې بريدونه شوي دي چې نه يې څوک مسؤلیت په غاړه اخلي او نه هم حکومت د دا ډول بريدګرو په نيولو توانېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulmajid

مزدور اوبی کفایت حکومت یوازی ماشومانو وزلوته تکله دی داسی کسان کله نیوی شی.

عبد الله

هغه سو شیبی مخکی ساه ورکره.
دی شخص سه کول کفر خپراوه که یی افغان ملت ته خدمت کاوه. دیته به هم مجاهد لالا جهاد وایی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x