نظــر

د شیطان په رسۍ تړلی ولس!

امرالله عمران

کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ، د دوه لارو یې په افغانانو خپلې اصلیحي را واړولې په کلیو او اطرافونو کې یې توندې عسکري جګړی ته زور ورکړی، چې هره ورځ دچاپو او بمبار له امله بې قصوره بې شمیره افغانان وژل کیږي، او په ښارونو او امن سیمو کې د میډیا خطرناکې وسلې څخه یې د افغانانو په ذهنونو مسلسل بمبار شروع کړی.

چې اوس دادی د ټولنې په یو شمیر تعلیمې او بې تعلیمه قشر یې عملې او فکرې اغیز لیدل کیږي.
په اوس وخت کې خو د میډیا له تاثیره هیڅوک سترګې نشي پټولی، هغه قوم او ټولنه اوس برلاسي ده چې میډیا یې په کنټرول کې وي.

یوه رسنۍ ته چې ملیونونو خلکو متوجه او پیغام یې ورسیږي، کولی شي په همآهنګ شکل د جنګ مسیر ته تغیر ورکړي، رسنۍ کولای شي چې ددي لاري ډیر شمیر خلک د ځان سره ودروي، او خپل پیغام پرې ومنلي، دا پیغام که هر څومره ناقص، او هدفونه یې له وحشتونو ډک وي!

همدا رسنۍ دي چې غرب تری د اسلحي په توګه استفاده کوي.

غرب خپل وحشت د میډیا له لاري په بیلابیلو غلوونکو الفاظو کې نغاړي او بې دفاع ولس اذهان پری بمباره وي.
په افغانستان کې هم همداسی وشوو، رسنۍ دا اتلس کاله د ماډرن اسلام یا امریکا یې اسلام په خپرولو کې مهم رول و لوبوو او همدې رسنیو د امریکایانو وحشتونه خلکوته د صله رحمۍ په نوم بیانول.
ددې تر څنګ رسنۍ په افغانستان کې د خاصو هدافو پسي شوي چې مهم رول یې ادارکړی.

۱: اختلاف را پورته کوونکي مو ضوعاتوته هوا ورکوي:

همدا رسنۍ دي چې په افغانستان کې د اختلاف سبب شوي، او اختلافي موضوع ګانو ته هوا ورکوي، او هم د اینده نسل د بې لارې لپاره داهڅه کوي چي غیرضروري او د فحش او فساد موضوعات خپاره کړي، چې ځوانه طبقه یې د خپلو منحرفو پرو ګرامونو له لاري داسې بوخته ساتلې، چي د ژوندانه له اصلي مقاصدو یې غافله کړي.

هره ورځ په تصویري رسنیو کې سیریالونو، سندرو، او بیلابیلي خپرونو له لاري یې ځوانان، ښځې، ماشومان بوخت ساتلې، او هم ورته دغفلت، اختلاف او فحشا چلونه ورښایې.

۲ــ غربي کلتور ترویج کول:

هره ورځ د رسنیو له لاري زموږ په اسلامي ټولنه، کلتور او فرهنګ د وروسته پاتې، غیر مهذبه په نامه ګزارونه کیږي، او د غرب وحشي ټولنې د تمدن مسالونه راکول کیږي، د هغي لویدلی ټولني مسالونه را کول کیږي، چې هلته یو ښځه دیکبار مصرف غوندې استعمالیږي، دلته رسنۍ د هغه ټولني د تهذیب رئجول غواړي چې
هلته د حیواناتو په څیر مور، خور، لور په نامه څه ونه پیژندل شي.

نړیوالی رسنۍ چې د افغانستان لپاره خپروني کوي، تر ډیره تمرکز په غربي کلتور کوي، تاسې وګورئ بی بی سې هره ورځ یو راپور په همدې مسایلو وي، د انګلیسي څانګې راپورونه چې د هغوي د خپلي ټولني لپاره جوړ کړي، دوي یې راژباړي او هر ورځ یې په موږ اوروي ، او دلته بیا دشته ډمانو سره مسلسل مرکې کوي او د هغوي پیغام خلکو ته ورسوي.

۳: د رسنیو له لاري ولسونه خمار ساتل کیږي:

په اسلامي نړۍ کې پردي پاله رسنیو تل ولسونه ویده ساتلي، له حقیقتونو یې ناخبره او بې پروا کړي، اوس یې افغان ولس دومره خومار کړی او په غلط فهمۍ کې یې اچولي چې حتی خپل عقاید یې ورته سپک کړي، په خلاف یې غږ قدرې نشي پورت کولی !!

۴ــ د همدې رسنیو له لاري د اسلامي امت غوره:

شخصیتونه اقوال او کردارونه باندې جرحي شوي اوکیږي او هم یې په بیلا بیلو نومونو تورن او بدنام کړي.

۵ــ رسنۍ د خطر ناکه وسلې رول رول ادا کړی:

د امریکایي میډیا مشهور ستوری او اکټر ټام ایډکنس وایي: بمونه، طیارې، ټانګونه او نور جنګي تخنیکي تجهیزات ټول د تروریزم خلاف جنګ کې دوهمه درجه اهمیت لري. د امریکا د ډیپو تر ټولو ویروونکې او ځواکمنه وسله امریکایي ( رسنۍ) دي.

۶ــ زهرجني مفکري، پچکاري کول:

غلامې رسنۍ دي چې د سړې جګړې وسله ده، او د ددي زهرجني وسلي له اغیز څخه دلته هیڅو هم محفوظ ندی، تر ډیره حده بې تعلیمه قشر تر څنګه تعلیمیافته قشر ددې وسلي ښکار شوی، غربیان د رسنیو له سنګره په استفادي د مسلمه امت د فکري مورچو د ړنګولو لپاره زهرجنې نظري پاشي، دحقايقو د پټولو دافواهاتو (پروپاگندونو) دخپراوي له لاري فحشاء او بې دینۍ ته د خلکو د رابللو، ترغیب او دغرب دشړیدلي کلتور تهذیب ترویج یې له اساسي دندو څخه دي.

ای زما نا خبرو ورونو د بیان ازادۍ، د مطبوعاتو ازادي، د بشر حقونه هغه غولوونکې مباریزه او داسی یو شعا دی چې امریکایانو دا اتلس کال خپله بدیجه پری مصرف کړه ، او د بیان د ازدۍ او مطبوعاتي فعالیت تر عنوان لاندې امریکایان په افغانستان کې د نورو اهدافو په تعقیب پسې دي او په دې توګه غواړي له خپلو پراخو رسنیزو امکاناتو څخه د خلکو د محکومیت لپاره د اغیزناکې وسلې په حیث استفاده وکړي.

تر هغي به افغانان د هوساینې ساه وانخلې، او ختلافاتو به پای ته ونه رسیږي ترهغي چې دا بې بندو باره رسنۍ مو جودي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdulmajid ayoubi

بلکل ددغورسنیو تاسیرات دیر اغیزمن دی اومونگ یی وینو سی سومره خلک یی غولولی دی.

احمد

عمران صاحب کور دی ودان حقیقت خبره همدا ده الله ج دی په خپل فضل موز ته د دی شیطانانو نه نجات راکری

غ.حضرت

د نن ورځی نړیوالی رسنۍ په حقیقت کی د مُډرنی چوپانۍ یو عینی تصویر دی.فقط څو معدودو شپونانو د رمې د رام شپېلۍ په شونډانو کی نیولې او اووه میلیارډه انسانان ئې د خپلی شپېلۍ او شپونۍ پواسطه مسحور کړی دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx