نړۍ

پولې پورې- پېکټ ريډيو، ډرامې شو د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله

دا غونډه د پېښور په مارکوپولو هوټل کې جوړه شوې وه، مېلمه يې د خيبر پښتونخوا د لوبو وزير سيد عاقل شاه،دپولې راډيو ډپټې هيد نويد اکبر، د صوبايي اسمبلۍ غړې ستاره اياز، اودپولې پوري راډيوپروډګشن مسؤله فرشته شيخانې او ارسلا هوتي وو.

د غونډې د شروع کې د پېکټ راډيو دمشر جان محمد بټ ثبت شوې وينا وړاندې کړه.د نوموړې په وينا کې ووييل:”زه نن ډېر خوشحاله يم چې زموږ د ډرامې ٢٠٠ ټوکه بشپړ شول، موږ هڅه کوو چې د پولې پورې ډرامې له لارې د پښتنو په کلتور کې ناوړه رواجونه له منځه يوسو او زموږ دا هڅه به ان شاء الله دوام لري”.

د جان محمد بټ تر ثبت شوي پېغام وروسته د غونډې يو تن مشر مېلمه ارسلا هوتي وينا وکړه.نوموړي وويل: کله چې زه په انګلېنډ کې وم، نو د جمعې د لمانځه لپاره به يوه ځايي جومات ته تلم. يوه ورځ مې د جومات له امام نه تر خطبې وروسته وينا کې د پښتو پښتني سيمه په اړه واورېدل.

زما هم ورسره دلچسپي پيدا شوه، چې ورنزدې شوم او يو بل ته مو ځانونه وروپېژندل، نو نوموړى جان محمد بټ و..”

نوموړي زياته کړه: “څه موده وروسته راته جان محمد بټ وويل، چې زه په پېښور کې يوه راډيو جوړوم، چې هغه به د پولې پورې سيمو لپاره خپرونې کوي.

د راډيو موخه به دا وي، چې د پښتنو ستونزې رابرڅېره کړي او د هغوى د حل لپاره نوې لارې چارې ولټوي.”نوموړي زياته کړه، چې پېکټ راډيو امن کلچر ته وده ورکوي او پښتانه د نوي دور له غوښتنو خبروي.

نوموړي د خيبر پښتونخوا د لوبو پر وزير غږ وکړ،چې پېکټ راډيو ته دې د خپرونو لپاره يو ځانګړى پلېټ فارم ورکړل شي، چې خپلې خپرونې نېغ پر نېغه د مينه والو تر غوږونو ورسوي.”

تر ارسلا هوتي وروسته د پېکټ راډيو د ډرامې سائن اوپسيزکوارډينيټر ښاغلي ساجد ټکر وويل: “د پولې پورې _پېکټ راډيو ډرامه اوږده ډرامه ده، چې له نېکه مرغه اوس يې ٢٠٠ ټوکه بشپړ شول.

موږ خوشحاله يوو چې زموږ مينه والو دا ډرامه خوښه کړه، که داسې نه واى، نو ښايي دا ډرامه تر دې حده نه واى رارسېدلاى.”ورپسې د پولې پورې ډرامې لائن منيجره فرشته شيخانې ،ډايريکټرضياالرحمان لالاخيل، پروډيوسر لطيف الله داودزئ ، سائنپسيزکوارډنيټر ساجد ټکر،مشرليکوال شريف الله مسرور،اسيسټنټ ډاريکټر سيدظاهرالله مزنيوال، مرستيال ليکوال اختر علې برکي چيف سټوري لائن ريپورټر سعادت شفق ته ايوارډونه اولوبغاړو ته انعامونه او ستاينليکونه د غونډې مشرانو مېلمنو: ارسلا خان هوتي، سيد عاقل شاه، د پېکټ راډيو دويم مشر نويد يوسفزي او فرشتې شيخاني په لاسونو ورکړل شول د سندونو تر وېشلو وروسته د خيبر پښتونخوا د لوبو وزير سيد عاقل شاه په خپلې وينا کې وويل:” زه د خپل ځان او د خيبر پښتونخوا د حکومت له خوا پېکټ راډيو ته مبارکي ورکوم، چې د پښتو ژبې د غوړېدا او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.”

نوموړي زياته کړه: “په اوسني دور کې د ميډيا رول له چا پټ نه دى او پېکټ راډيوچې د پښتو ژبې د پرمختګ او د پولې پورې سيمو اوسېدونکيو لپاره کومې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، هغه بايد وستايل شي او زه پخپل وار دا هر څه ستايم. د پېکټ راډيو ټول ټيم ته مبارکي ورکوم، چې په دا ډول کړکېچنو حالاتو کې هم د خپلې ژبې خدمت کوي.”

نوموړي د پښتو ژبې لپاره د خپل ګوند د هلو ځلو ، په ځانګړې توګه يې د نشتر هال او د ځينو نورو فرهنګي ادارو د بيارغونې او بيا فعالېدنې يادونه وکړه.د خيبر پښتونخوا د لوبو وزير سيد عاقل شاه په پاى کې له ميډيا څخه غوښتنه وکړه، چې په روانو حالاتو کې دې رغنده رول ولوبوي او د امن په راوستلو کې دې د حکومت ملاتړ وکړي.

په اخره کې محمد اسرار اتل وويل:”پېکټ راډيو ستاسو خپل کور دى، که ژوند وو په راتلونکيو وختونو کې به دې ورته نور پرواګرامونه هم وکړو او په دې لار کې به يو ځل بيا ستاسو مرستې ته سترګې پر لار يو.”

نوموړي د راغليو مېلمنو مننه وکړه، چې پېکټ راډيو ته يې دومره وخت ورکړ. همداراز يې د پروګرام د جوړونکيو ستاينه او مننه هم پرځاى کړه.

غونډه، چې د ماسپښين په دوو بجو پيل شوې وه، د مازيګر په شپږو بجو د يوې مازيګرنۍ په خوړلو پاى ته ورسېده.

د غونډي نور انځورونه د ښاغلي سعادت شفق په فیس بوک پاڼه کې دلته کتلای شی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x