افغانستان

بغلان: د طالبانو په برید کې «۱۳» عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې/ويډيو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې د طالبانو د برید له امله دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «تیره شپه د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند باغ شمال سیمه کې د مزدورو عسکرو په قرارګاه برید وشو. ۳ ټانګونه ویجاړ، ۸ تنه عسکر ووژل شول، ۵ نور ټپيان شول. ډيره وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.»

د مجاهد په خبره، په پېښه کې طالب جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

یاده دې وي، چې امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x