افغانستان

ننګرهار کې د جاپانۍ مؤسسې ټپي شوي مشر خپل ژوند له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل) په جلال اباد ښار کې د نامعلومو کسانو په ډزو ټپي شوی د جاپاني مؤسسې « پي ايم ايس» مشر ډاکټر ناکامورا د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي په موټر نن سهار  جلال اباد ښار کې نامعلومو وسله والو بريد وکړ چې د هغه درې ساتونکي، موټر چلونکی او يو بل تن ووژل شول او خپله ټپي شو چې د تداوۍ لپاره باګرام ته ولېږدول شو او هلته يې ساه ورکړه.

طالبانو په نوموړي بريد کې لاس درلودل رد کړي او ويلي يې دي چې د رغنيزو چارو په کارکوونکو بريدونه د دوی کار نه دی او نه دا ډول خلک د دوی هدف دي.

تر اوسه په ډاکټر ناکامورا د وسله وال بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

په خواله رسنیو کې په ناکامورا بريد غندل شوی او هغه د افغانستان يو خواخوږی معمار بلل شوی.

ډاکټر ناکامورا چې د افغانستان د بيارغونې په چارو کې یې فعاليت کاوه، له ډېرې مودې راهیسې يې په جلال اباد ښار کې دنده درلوده او د ښو چارو د ترسره کولو له امله ورته د ولسمشر غني له لوري په افتخاري توګه د افغانستان تابعيت هم ورکړل شوی و.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د رغنيزو چارو په کارکوونکو بريد کې مګر تر دې وړانډې هم پرې بريدونه شوي دي چې نه يې څوک مسؤلیت په غاړه اخلي او نه هم حکومت د دا ډول بريدګرو په نيولو توانېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

ای ظالمانو خادم که خپل وی یا دبل کله یی افغانانو ته پریژدی. الله پاک مو خوار کره پدی عمل. جمیل،پتنگه، مجاهده بیانزیه دیته هم جهاد وایاست. که ی اروند حواله او فتوا لری مهربانی وکی له پنجابی ادرسه نه بلکی د الهی قانون پر اساس!

عظیمی

دا په رشتیا هم جهاد نه بلکه ستر خیانت دی. د وحید مژده او داسی نور خلګ چه افغانستان ته جوړه او ابادی راوړی او یا غواړی چه را یی ولی د یوه ادرسه به نښه کیږی هغه د افغانستان دښمنان دی او دا دافغانستان امنیت ملی اورګان دی. دا کسان اوبه خړوی او.خبله بقا په کښی ګوری.او په دی ډول غواړی چه جهان ته وښی چه د خارجی قوواو شتون د افغانستان د ارامی د پاره ضرور دی.

عبد الله

دافغانستان ملی امنیت به وی یا نه خو دیر وحشی پنجاب دی جی طالب یی پروژی تطبیقوی. عظیمی صاحب اوس افغانان پوهیزی جی دا غرب پروژی دی جی پاکستان یی تطیقوی. کیدایسی مژده ملی امنیت مر کری وی خو جاپانی داکتر بیا د ای اس ای کار دی.

غوربندي

عبدالله نوم دې ډېر خوږ خو خبرې دې سختې بېخونده دي.

افتراء مه تړی،، که غبي غني معاش نه درکوي نو هسې مو ايمان د څه لپاره خواروی.

طالب مو سبا راعي او تاسو به د رعيت برخه وی،، اخر کله به د پوچو تبليغاتو دا بوينې خولې تړی ؟؟

جمیل

لعنت به ګوډاګیان چه دا برید یی کړی دی.

عبدالله

ددی وژونکی گوداگی بولی خو خپل مسلمان اولس چی د کابل په هوتل کی یا هم مسجد کی په بمو او زانمرگو شهیدوی جهاد یادوی. عجیبه منطق جمیله! خدای وبیریژی تحقیق وکری د لندن د پارک خخه د افغانان حال مه تحلیلوه راسه دلته د سر په سترگو هر سه وگوری چی دا جهاد دی چی طالب یی کوی یا هم دا د وطن ساتنه ده چی حکومت یی کوی.

جمیل

عبدالله
زه په کوم منطق مسلمان وژنه ته جهاد وایم، اشتیبا ‌‌‌‌‌کوی.
په دی کی شک نشته، که دغه بريدګران زمونږ مشترک دښمنان دي.

عبدالله

تا په کابل کی د یو نفر پر واده زانمرگی برید شه کار او روا بللی وه، په لسهاو بریدونه چی عام خلگ پکشی شهیدیژی ته ورته دول وهی او ستایی. ورسه ظالمه هغه خپل تبصیره دی وگوره! د خدای وبیریژه اخرت لری. خدای دی ستا فامیل دهغه واده د یتمانو په شان کری. ظالمان یاست چی ددی چاپانی خادم قتل ته ظلم وایی خو خپل افغان ورور وزنه درته جهاد شکاری.هغه کافران مو ایله کرل چی د افعان امریکایی پوهنتون استادان ول چی اصل کی غربی ایدیالوژی روزی خو مسلمانان محصلین، شاگردان، معلمین او ‌.. وژنی! افلا یتدبرون!

جميل

محترم جميل صاحب السلام عليکم و رحمته الله
داچی زما او ستاسو نوم يو دی د نورو لپاره به ستونزمن سی چی څوک څوک دی ، داچی تاسی په تبصرو کی نوی ښکاری ښه به دا وی چی د خپل نوم مخته او يا شاته يوڅه وراضافه کړی ، که مو خوښه نه وی زه به دا کار وکړم ، چی وپيژندل سو .
وسلام

عبد الله

زه هغه جمیل یادوم جی د افغانانو پر وژنو هر ورز خوند اخلی، په تبصیرو کی د منطق پر زای شکنزل کوی، جی ورته ووایی د عام خلګو شهیدول جهاد نه دی، دی بی علمه درته دالر خور، غلام او … خطاب کوی. نو وروره زه دغه جمیل یادوم. نو که تاسو نه یاست بخشنه غوارم زکه هم نامه یاست.

سیدزرغون شاه آغا

دا د ناکامو کندیدانو کار دی. خصوصاَ حرفوی قاتلان. لکه ګلبدین او عبدالله عبدالله

عبدالله

دا په مسجد کی زانمرگی د چا کار دی؟ دا په هوتل کی زانمرگی د چا کار دی؟ د شفاخانی، پل پلچک، سرک، مکتب، او نور عام المنعه زایونو ورانول د چا کار دی؟ په بازار کی د یو عسکر یا خارجی لپاره په لسهاوو بیگناه مظلوم افعانان وژل د چا کار دی؟ په کوم دین په کوم منطق یی روا بولی؟ لژ فکر وکری! دا جنگ دنورو د گتو جنگ دی دخدای تعالی په خاطر صلحه وکری د پاکستان په قول مه کوی د طاهر اشرفی او فضل الرحمن فتوا مه منی د متعال رب اوامر مطالعه کری او… نور لوستل »

غ.حضرت

یو څو لنډ ټکی: کوم چا په فیسبوک کی د فقید ناکامورا د وژنی په تسلیت کی د هغه فقید تر عکس لاندی لیکلی دی: موږ وبخښه! ما ور ته په کامنټ کی ولیکل: ولی ( موږ وبخښه) ؟ حق خو دادی چی نړیوال استعمارګران او توطئه ګران او چپاولګران او د هغوی جهنمی مزدوران افغان مظلوم وولس ته په ننواتی ووائی چی: ( افغان کړېدلی او دردېدلی وولسه! موږ وبخښه) . بله دا چی د جنت او جهنم او ټولی هستۍ مطلق مالک یوازی سبحانه و تعالی دی خو هر بنده کولای سی ځان او نورو ته د جنت… نور لوستل »

اجمل

پاکستان هیځکله هم نغواړی چی د اوبو بندونه دیخواته جوړ شی. د کامی د بند انجنییران څو څو ځلی تهدید شوی وو. دا وژنه د پاکستان د نیابتی جنګ د سپیانو کار دی پدی ټول پوهیږی.

جميل

اجمل خانه ! يوی خوا ته يی پاکستان نه پريږدی چی بند جوړ سی بلی خواته يی ايران نه پريږدی ، بلی خواته يی ترکمنستان ، ازبکستان او تاجکستان نه پريږدی ، د مس عينک او د شمال د تيلو او ګازو قرارداد چی کلونه مخکی د چين سره وسو او تر اوسه يی کار په ټپه ولاړ دی څوک يی نه پريږدی ؟ (امريکا) . دا بيهمته او ډارن دولت په اصل کی غلام د چا دی چی هر څوک يی په څپيړو او په لغتو وهی او ده شا ورګرځولی وی او هرڅه چی په منډی د دوی… نور لوستل »

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx