افغانستان

لویه څارنوالي لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیه څېړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت لویه څارنوالي وایي، په لوګر ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په تړاو د شوو ادعاوو د پلټنو لپاره یې هیئت ګمارلی.

د لويې څارنوالۍ ویاند «جمشېد رسولي» وايي، یاد هیئت د لويې څارنوالۍ د مرستیال تر مشرۍ لاندې ګمارل شوې او دنده یې داده، څو په لوګر ولایت کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې قضیه، چې څه موده وړاندې د «ګارډين» ورځپاڼې له لورې خپره شوې وه؛ وڅېړي.

لویه څارنوالي وروسته له هغه لوګر کې د جنسي ځورونې د قضیې د څېړلو غوښتنه کوي، چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د مدني ټولنو رییس داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکي ۵۰۰ تنه زده کوونکي د خپلو ښوونکو له لوري جنسي ځورول شوي.

ددې راپورونو خپرېدو بېلابېل غبرګونونه راوپارول، پوهنې وزارت په لومړیو کې یاد راپور په شدت رد کړ؛ خو وروسته یې د پېښې پلټلو لپاره یو حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکه.

د یاد راپور له خپرېدو وروسته ملي امنیت د لوګر د مدني ټولنو رییس وتښتاوه او وروسته یې ورباندې داسې ويډیو ثبت کړه، چې نوموړی پکې خپل خپور شوی راپور غلط باله او له حکومت څخه یې د بښنې هیله لرله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

#### که خلاصه ووایم یو حل یی قیودات د شاگرد او معلم تر منز لگول دی، دوهم ودونو مهر باید کشته سی دریم مجرمین د شریعت مطابق باید مجازات شی. د یو شیخ الحدیث سره ناست وم تلیفون ورته راغی، تر قطعه کیدو وروسته یی سر وشوراوه ما پوشتنه وکرل چی شیخ صاحب سه کیسه ده؟ ویل دا تلفون کی راخخه پوشتنه وشوه چی یو هلک د پسه سره لواطت کری اوس سه په وکرو حلال یی کرو که خرس؟ شیخ صاحب ویل ما جواب ورکر چی خرس. هدف دا چی اوس د بچه بازی زن باز شراب بازی عادی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x