افغانستان

زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلی.

د رويټرز خبري اژانس په حواله، خلیلزاد به په کابل کې د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره وغږېږي او له طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیل په برخه کې به ورسره بحث وکړي.

زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي، چې له طالب لوري سره د امریکا د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل اوازې ګرمې شوې.

څه موده وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» افغانستان ته د خپل نا اعلان شوي سفر په مهال هم ورته ادعا کړې وه، نوموړي ویلي وو، چې له طالبانو سره یې نوې خبرې پیل کړې او ورسره په یوه هوکړه کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا او ناتو په نظامی ډګر کی مات شوی، ګود شیطان یی وګمارلو چه طالبان سره د روغی چوړی په اوږدو کی ( لس میاشتی یی دوام وکړو ) د طالب مشرانو په بیه اخستلو د پاره هڅی وکړی بریا یی ترلاسه نه کړه ناهیلی شول او ترمپ یو عسکر مرګ بهانه ونیولو او توافق شوی مذاکرات یی لغوه کړ. . دا ځلی یی د انس حقانی به خلاصولو طالبان د کابل د غلامی اداری سره د مذاکراتو د پاره مجبور کړل، فکر نه کوم چه طالبان مجبوره شوی وی ځکه طالبان د الله ج په مینه مست مجاهدین دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x