د انس حقاني تازه څرګندونې

جمال پشتون

د اسټرلیايي پروفیسر ټیموټي ویکس له مرکې وروسته مې په لومړي ځل د ښاغلي انس حقاني مرکه د نن ټکي اسیا پر درنې وېب پاڼې ولیده. د انس پر څېره د پنځه کلن زندان زجر او تکلیف لږ برېښېده. انس په اعتماد او باور غږېده. سیاسي تدبیر او دیپلوماتیک ظرافت په کې جوت و. د انس په خوږه څېره کې د سولې زېری لیدل کېده. موږ ته خو پنځه کاله انس وحشي، سړي خور او له مدنیت او انسانیت لرې راپېژندل کېده. دې مرکې دا هر څه غلط ثابت کړل.

د درواغو منزل رښتیا هم لنډ دی. د انس له دې مرکې سره یو ځل بیا د افغان حکومت پر تودو ډنډورو سړې اوبه تویې شوې او د لوړو لګښتونو تبلیغات هېڅ شول. انس په خپله عام فهمه، معصومه او له هر ډول دیپلوماسۍ او تصنع لرې لهجه وویل چې څنګه امریکایانو په بحرین کې دی او حافظ عبدالرشید ونیول او بیا یې کابل ته راوستل. جالبه دا وه چې د ده جرم هم دا و چې د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني صاحب زوی او د طالبانو د مرستیال (چې هغه وخت مرستیال هم نه و) سراج الدین حقاني ورور دی. دا به د دنیا د جرمي قضیو په تاریخ کم سارې پېښه وي چې یو محصل او متعلم له یو چا سره د زوی ولۍ او ورورولۍ په «جرم» نیول کېږي، حتی د اعدام سزا ورته اورول کېږي او څه باندې پنځه کاله په بند کې ساتل کېږي!

د پنځه کلن زندان څلور کاله په کوټه قلفۍ کې تېرېږي. اوس که د وجدان محکمه له هغه درباري «مفتي» او بړېڅو یې چې د دغه وړ ځوانانو د اعدام غوښتنه یې کوله، وپوښتي چې په کوم جرم مو دا غوښتنې کولې؟! نن به د اشغال دغه بړېڅي په څه ډول د وجدان په عذاب ګرفتار وي؟! سیاف ډېرې چغې ووهلې چې اعدام یې کړئ، ویې تړئ، ویې وهئ، په زجر یې ووژنې….او تر ټولو بده یې لا دا چې د خپلې دغې خوش خدمتۍ لپاره یې د پاک قرآن ایتونه او د پاک پیغمبر صلی الله علیه و سلم حدیثونه ویل! کله چې په ۲۰۱۲ کې امریکايي پوځي رابرټ بیلز په پنجوايي کې شپاړس تنه افغانان شهیدان کړل او بیا یې جسدونه وسوځول، دغو د اشغال بړېڅو مفتیانو د ذلت خاموشي اختیار کړې وه. لسګونه ځلې دغسې پېښې وشوې چې اشغالګرو زموږ وطنوال په خپلو وینو ولمبول او په زجر یې شهیدان کړل…. د شیخ او بړېڅو یې هېڅ غږ پورته نه شو. د دوی په مذهب کې د ایتونو او حدیثونو تاویلونه یوازې د اشغالګرو په ګټه دي! د ده بړېڅي «مسلم»یار هم د تنکي انس د اعدام غوښتنه کوله… ډېرو نورو هم دا غوښتنې کولې….. خو کله چې امریکایان پوه شول چې طالبان نور په جنګ نه شي ختمولای او د طالب په مقاومت کې نشي کولای چې اشغال ته دوام ورکړي، مجبوره شوه مذاکرات یې پیل کړل…دا د امریکا د مصلحتونو په اساس فیصله وه…. اوس به د سیاف د آیتونو او احادیثو تاویل او تفسیر هماغه وي که به هغه هم د امریکا مصالحو بدل کړي وي؟!
ورځې بدلېږي. دا د رب العالمین الهي سنت دي. څوک چې پر دې ایمان لري، هېڅکله به د موقتي دنیايي امتیاز لپاره د خپل رب محکمه، د خپل وجدان عذاب او د تاریخ پرېکړې بابیزه ونه ګڼي. نن انس حقاني د سولې پیغام لري. په دې مرکه کې وايي چې د مذاکراتو لپاره اعتماد ته اړتیا ده او دی به د مذاکراتي ټیم په مرسته او د مشرتابه په هدایت افغان ولس ته د سولې خوشالي راولي. زموږ همدا تمه او توقع ده. امریکا نوره د دې جګړې د دوام توان نه لري. نه امریکا د جګړې د دوام حوصله لري، نه په بین المللي لحاظ حمایت لري، نه د منطقې د هېوادونو ملاتړ لري او د دې تر څنګ افغان حکومت ورځ تر بلې د سیاسي او پوځي بې ثباتۍ، کاواکۍ او پاشلتیا پر لور درومي.

د سولې د خوشالۍ په امید!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د