افغانستان

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ځي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو سره تر ليدو وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت نن چهار شنبه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې خلیلزاد د سولې لپاره د خپل ماموريت په موخه د کابل او دوحې په سفر وتلی دی.

اعلاميه زياتوي، چې ښاغلی خلیلزاد به د ګډ حکومت له چارواکو سره افغانستان ته د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر، سولې او بين الافغاني خبرو اترو په اړه بحث وکړي.

زلمي خلیلزاد يو ځل بيا په داسې حال کې د سولې لپاره خپل سفرونه پيل کړي، چې نږدې دوه مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې وې، خو له شاوخوا دوو مياشتو ځنډ وروسته خلیلزاد يو ځل بيا د سولې ماموريت په اړه خپل سفرونه پيل کړل، د تېرې مياشتې په وروستيو کې يې هم په دوحه کې له طالبانو سره غیر رسمي ليده کاته کړي وو او تېره اونۍ، چې د امريکا ولسمشر په نا اعلان شوي سفر بګرام ته د خپلو پوځيانو ليدو ته راغلی و، دلته يې يو ځل بیا له طالبانو د سولې خبرو د بيا پيلېدو يادونه وکړه، ورپسې خلیلزاد کابل ته راغلی او تر دې وروسته به له طالبانو سره د رسمي مذاکراتو د بيا پيل لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، په لنډو ورځو کې به د امريکا او طالبانو ترمنځ درېدلې خبرې له هماغه ځايه پيل شي، چېرته چې درېدلې وې او دواړه لوري به يوې هوکړې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که طلبان پرونی تش په نامه پلورل شوی جهادی رهبران وی مونږ به خامخا تشویش درلود چه خلیلزادد یا ترمپ په بیه رانیول او د کابل دغلامانو سره به یی په یوه میز خبرو ته کینول کوم چه په نظامی ډګر کی د ماته شوی امریکا اشغال او غلامی اداری مشروعیت په ډاګه کوی. ډیرو به فکر کولی چه د بندیانو په تبادله یی طالبان د کابل اداری سره خبرو کولو ته اړ باسل. برخلاف، له نیکه مرغه طالبان د الله ج لښکر او تر ملایکو پورته ( اشرف المخلوقات ) دی د الله ج د رضا تر لاسه کولو… نور لوستل »

اجمل

طالبان که په ریښتیا استقلالیت لری اوس یی وخت دی چی امریکی ته ووایی چی یو بل کس راولیږه خلیلزاد د خبرو لیاقت نلري.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x