ځانګړي راپورونه

د ننګرهار ولايت مقام ته څېرمه د ډاکټر ناکامورا وژنه په څه معنا کېدای شي؟

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): نن سهار د جاپان خيريه مؤسسې «پي ايم ايس» مشر ډاکټر تتسو ناکامورا خپل کار ته پر لاره و، چې د ننګرهار ولايت مقام په پنځوس مترۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري له خپلو پنځو افغان ساتونکو سره ووژل شو او بریدګر په تېښه بریالي شول.

ډاکټر ناکامورا، چې په کاکا مراد هم پيژندل شوی و،  له تېرو څو ليسزو راهيسې په ننګرهار کې د اوبو رسونې او کرهنې په برخه کې بې ساري خدمتونه کړي، چې له امله يې افغانستان افتخاري افغان تابعيت هم ورکړی دی.

طالبانو د ډاکټر ناکامورا په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي او هغه يې غندلې، همدارنګه د ګډ حکومت چارواکو هم د هغه په وژنه خواشيني ښودلې او دا يې د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.

د ټولنيزو شبکو فعالانو په دې اړه بېلابېلې تبصرې کړي، خو د ټولو فعالانو ترمنځ ګډ ټکی د ډاکټر ناکامورا په وژنه خواشيني ده.

ځينې فعالانو دا کار د طالبانو بللی، خو طالبانو چې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل، اوس د پېښې پړه پر حکومتي چارواکو او امنيتي مسؤولينو ده، چې د ولايت مقام په پنځوس مترۍ کې څنګه يو مهم سړی وژل کيږي او بریدګر په تېښته بریالي کيږي.

د حکمت حسن په نوم يوه حکومت پلوي ټولنيز فعال په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د ولايت مقام په پنځوس ميترۍ کې د ډاکټر ناکامورا له وژل کېدو وروسته هم د ننګرهار د ملي امنيت رئيس نظر علي واحدي پر خپله څوکۍ ناست دی او څوک يې نشي لرې کولی؛ ځکه چې تر شا يې د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار لاس دی او د ګل احمد هاتف په نوم يوه بل فعال په ځواب کې ورته ليکلي، مسلميار بيا د اشرف غني په څېر ملاتړی لري، چې د هېچا زور پرې نه رسيږي.

په ختيځ کې د کرهنې د چارو متخصص څارونکی انجينر ميرویس خوږياڼی وايي، ډاکټر تتسو ناکامورا په ننګرهار او کونړ کې د کرهنې او اوبو رسونې سربېره د کونړ پر سيند د ډيم جوړولو لپاره هم پلان جوړ کړی و، خو د د ولايت مقام په پنځوس ميترۍ ووژل شو.

هغه وايي، دا کار طالبانو نه دی کړی، خو دلته ځينې نورې کړۍ شته، چې په داسې وژنو کې لاس لري او د حکومت تر سترګو لاندې دا مهم سړی ووژل شو.

د انجينر ميرويس په وينا د ډاکټر ناکامورا له وژل کيدو وروسته ښايي د جاپان «پي ايم ايس» مؤسسه وتړل شي او پر نورو پرژوې او مؤسسو به هم تر يوه وخته ناوړه اغېز وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ټول پوهیږی چی د کامی د بند انجیینران چا تهدیدول، ټول پدی هم پوهیږی چی څوک غواړی او څوک نغواړی چی د کابل، کنر د سیند اوبو مهار شی او د ورسک بند ته ولاړی شی او نشی. واضحه خبره ده چی کاکا مراد پاکستانیانو وژلی او د پنجاب د جنګ نیابتی کړی هم ټول پیژنی چی څوک دی.

نائمه خادم

#دامارت او #کفر تپلي حکومت مسؤلیت دانه دى چې وايي موږ ډاکتر ناکامورا نه دى وژلى بلکه ددواړو مسؤلیت دادى چې اصلي قاتلين ونيسي له اعتراف او ثبوتونو ورسته له اسلامي محمدي شريعت سره سمه په علني توګه سزا ورکړي #دطالبانو لپاره ځانګړې دپام وړ کچېري طالبان هڅه وکړي دخپل تاريخ دا پاڼه هم په زرين اسلامي سياست ولېکي او بريالي شي دناکامورا قاتلين ونيسي او له ثبوتونو سره ئې افشا او شرعي سزا ورکړي باور وکړئ چې دا به داسلام دتاريخ ژوندي کؤل او ستره سياسي ټولنېزه اخلاقي بريا او دافغانانو د وياړ کار وي طالبان ئې کولى شي… نور لوستل »

جمال

نه کړۍ شته نه مړۍ، خبره ټولو په پاکستاني اجیرانو کې ده چې زمونږ ږیرور یې د اجرتي قاتلانو په حیث استعمالیږي. نه یوازي ناکامورا بلکی هره ورځ افغانان وژني. او بیا فضل هادي مسلمیار خو هم د ځانمرګو او ږیرورو له ډلې دی چې ریښه یی بیا هم ستاسو په څیر پنجاب ته رسیږي.

masoom afghan

واقعً د ډاکټر ناکامورا وژنه د افغانانو لپاره یوه ضایعه وه خو جالبه داده،چې د ولایت مقام څیرمه پینځوس میترۍ کې یو کس وژل کیژي او بیا مجرمان په تیښته بریالي کیژي. دا خو معلومه خبره ده،چې دا کار ستاسو په خوښه شوﺉ ده او یا داسې ووایه چې دا دولت کمزورﺉ ده. نایمه خادم خورې ستا تبصره داسې ده.،په پښتو کې یو متل ده. توره دې لالا وهي ډوډۍ دې عبدالله وهي. د ١٩ کاله کیژي، چې طالب له بهارني یرغلګرو څخه وطن ساتي د سر په بیه ځانونه یې په اورو لولپه کړل. کورنۍ یې تبا شولې بې… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x