نظــر

ناکامورا

حفيظ الدين پيرزاده

ناکامورا ناکام سړ‎ی و. ھغه خپل ژوند د یوہ داسې ولس چوپړ‎ ته ځانگړ‎ی کړ‎ی و چې پر آسمان ستوری او پر ځمکه سیوری نه لري!
داسې یو ولس چې د دولت مشران یې د فاسدو، قاتلو، خاینو، جنگ سالارانو ساتلو ته وسلې او پیسې ویشي او خارجي دښمنان د ھغوی له منځه ھماغو ته پر سینو مډالونه ټومبي چې دوی یې ډیر وژلي وي!

زہ د مرحوم ملنگ جان دا خبرہ بابیزہ بولم چې وایي:
چې یې مور وي په دې خاورہ زیږ‎ولی
که په ھرہ ژبه گویا وي خو افغان دی
ځینې یې میندو په ھمدې خاورہ زیږ‎ولي خو د دې خاورې ھیڅ درد یې دوا نکړ‎ بلکې د دې وطن په لاندې کولو کې یې له بھرنیانو سرہ مرسته وکړ‎ہ، زہ ھغوی افغانان نه گڼم!

خو ځینې یې میندو په نورو ملکونو کې زیږ‎ولي مگر بیا ھم د دې وطن په درد وخوړ‎ل شول، ناکامورا ھمداسې یو افغان و!
ھغه رښتینی افغان و، ځکه خو ووژل شو. ھغه ملي اثاثه وہ، ځکه خو لوټ شوہ، ھغه د ولس په درد دردمن و ځکه خو نن ولس پرې دردمن دی!

ښایي ھغه اوریدلي و؛ مَنْ تعلم لغة قوم، وقیٰ شرہ، ( څوک چې د کوم قوم ژبه زدہ کړ‎ي، له شر څخه یې په امان کیږ‎ي ) ځکه خو یې پښتو زدہ کړ‎ہ خو بیا ھم د شریرو له شرہ په امان نه شو!

ھغه یواځینی انسان و چې له دې خاورې یې بھر ته د څه وړ‎لو ارادہ نه لرله بلکې دې خاورې او دې ولس ته یې له بھرہ څه راوړ‎ل، ھغه د مرستې په نوم طبیعي زیرمې نه غلا کولې، ھغه د دې ولس محسن و، د دې خاورې محسن و ھغه ځیگ پښتون و ځکه خو په فراق یې نن ټول ولس غمجن دی!

دریغه دریغه دریغه که یې مرگ په بدلیدو وای
سل به مې پرې ورکړ‎ل، ولې مرگ میلمه د دہ شو
ستر خوشال بابا

روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

دا هم په کي یاده کړه چې وواژه چا؟ تاسو او خدای چې تاسو نه پوهیږئ چې پاکستان د کونړ سیند د اوبو د مهارولو له امله د خپلو اجیرو ملیشو په لاس وواژه؟ لعنت په پاکستان او هغو اجیرانو چې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x