روغتیانادري ناولده

جاپاني شرکت سګریټ نه څکونکو کارمندانو ته ۶ اضافي رخصتیانې ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳، لیندۍ، ۱۳۹۸ل): جاپان کې د بازار موندنې شرکت هغه کارګرانو ته په کال کې ۶ ورځې اضافي رخصتي ورکوي چې سګریټ نه څکوي.

د نړیوال ژورنال د راپور سره سم د جاپان هېواد په پلازمینه ټوکیو کې د بازار موندنې شرکت کارمندانو ته په کال کې ۶ ورځې رخصتیانې زیاتې کړې، خو له دې څخه به سګريټ څکونکي کارمندان ګټه نشي پورته کولای.

یوه کارمند شرکت ته بریښنا لیک لیږلی او لیکلي یې دي چې په کاري وخت کې سګریټ څکونکو ته د سګریټ څکولو لپاره ورځ کې دوه درې واره د ۱۵ دقیقو وقفه ورکول کیږي، مګر هغه کسان چې سګریټ نه څکوي خپل کار ته دوام ورکوي.

کارمند زیاته کړې چې دغه راز سګریټ څکونکي د نه څکونکو په پرتله زیات کار کوي، له دې امله باید دوی ته د ورځو په حساب اضافي رخصتي ورکړل شي.

د یاد شرکت مشر مدیر د نوموړي خبرې ته په کتلو هغه کارمندانو ته د ۶ اضافي ورځو رخصتۍ پریکړه وکړه چې سګریټ نه څکوي.

د شرکت چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې پریکړې سره دوی د کارمندانو دغه ناوړه عادت پریښودلو څخه هم ګټه پورته کولای شي.

سګریټ څکول نه دا چې یوازې څکونکي ته خطرناکې پایلې لري بلکې پر ماشومانو او چاپیریال هم بد اغیز لري چې ځینې هېوادونه یې د مخنیوي په پار له بېلا بېلو لارو کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x