روغتیا

د ویښتانو رنګول میرمنو کې د سینې سرطان ګواښ زیاتوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): څیړونکو میرمنو ته خبرداری ورکړی چې د ویښتانو رنګول دوی کې د سینې «تي» سرطان ګواښ زیاتولی شي.

په امریکا کې د روغتیا ملي انستیتیوت لخوا څیړنه ترسره شوه چې په کې د «۴۶۷۰۹» میرمنو معلومات راټول شول، د یادو معلوماتو له مخې پوهان دې پایلې ته رسیدلي چې د ویښتانو تورولو یا ددې مستقیمولو لپاره بېلا بېل رنګونه یا کریمونه استعمالول میرمنو ته خطرناک دي.

په څیړنه کې راغلي، هغه میرمنې چې په منظم ډول خپل ویښتان رنګوي یا ددې مستقیم کولو لپاره کریمونه استعمالوي، په دې سره ددې هارمونونه کمزورې کیږي او له کبله یې د سینې پر سرطان اخته کېدلای شي.

د څیړنې له مخې پوهانو چې د کومو میرمنو معلومات راټول کړي وو په دې کې ۹سلنه داسې وې چې په کال کې یې یو وار ویښتان رنګول، دغه ډول میرمنو کې د سینې سرطان ۳۰سلنه نښې وموندل شوې، بالعکس هغه میرمنې چې د ویښتانو رنګ یا مستقیم کولو لپاره کوم کریم نه استعمالوي له دغې ناروغۍ خوندي دي.

څيړنه زیاتوي چې د امریکا او افریقا ډیرې میرمنې اوونۍ کې پنځه واره ویښتان رنګوي، په دوی کې ۶۰سلنه د سینې سرطان نښې لیدل شوي دي.

د څيړونکې ډلې مشر ډاکټر الیکزنډر ویلي «په څيړنه کې دغه خبر موندل شوې چې تر اوږدې مودې پورې پر خپلو ویښتانو کیمیاوي مواد استعمالول له اندازې زیات خطرناک دي، د سینې سرطان یو لامل هم په ویښتانو د بېلا بېلو رنګونو او کریمونو استعمال دی».

په ښځو کې د سینې سرطان یو له سترو او عامو ناروغیو څخه ګڼل کیږي چې له کبله یې ډيرې میرمنې هر کال خپل ژوند له لاسه ورکوي، دغه ناروغي ګڼ شمېر نښې او لاملونه لري خو د ویښتانو رنګولو له کبله پرې اخته کېدل یې څیړنو نوې کشف کړی لامل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د طبیعی مسیر څخه انحراف طبیتاً ژوری ستونزی زېږولای سی. د ورېښتانو رنګ یو کیمیاوی ترکیب دی چی حتماً پر ورېښته بده اغېزه کولای سی. هیله ده زموږ خویندی او ورېندارګانی د پورته اخطاری لیکنی په لوستلو، د ورېښتانو د خوشحاله کولو پخاطر ځان ته نوری خطرناکی ستونزی جوړی نکړی او دا حقیقت ومنی چی د سپین وریښته سره اوږد مهاله انډیوالی کېدای خو د ځِګر د سرطان سره به انډیوالی نیمګړې وی. اصلاً، وریښتان د ښځی د ښکلا فقط دوولس سلنه تشکیلوی خو سِنې یا ځګر ……. د ښځی سِنې په درو بازارونو کی تاوده خریداران لری: ۱ –… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د ویښتانو به رنګولو بلخاصه د میرمنو د پاره اسلام هم کوم ممانعت نه دی کړی مګر هغوی چه نارینه د ښځو او یا ښځی د نارینه وو او یا غیر اسلامی ستایل کاروی . د امریکایانو دا خبره ماته د ساینس له مخی ناسمه ښکاری . د سر ویښتانو رنګول د ښځو د سینو د کانسر سره څه اړیکه لری که یی د سر د پوستکی د سرطان یادولی څه ناڅه ممکنه به وی. د ږیرو خریلو باندی څه نه لیکی چه د هر ډول ملوثتیا سبب کیدی شی ، د همجنسبازانو په اړه څه نه لیکی او داسی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x