
کوهلي یو وار بیا په ټيسټ کې لومړی مقام خپل کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د هند لوبډلې نامتو توپ وهونکي ویرات کوهلي په ټیسټ کرېکټ کې یو وار بیا له استرالیاوي سټیو سمیت څخه لومړی مقام خپل کړ.
ویرات کوهلي د سټیو سمیت په غیاب کې په ټیسټ کرېکټ کې لومړی مقام خپل کړی و، خو د سمیت راڅرګندیدو او د انګلستان پر وړاندې په سیالیو کې په زړه پورې کارکردګۍ سره یې له کوهلي څخه لومړی مقام نیولی و.
تېره میاشت استرالیا د پاکستان پر وړاندې دوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړې چې په کې سټیو سمیت د پام وړ کارکردګي ترسره نه کړه، دا ددې لامل شو چې نوموړی دویم مقام ته ښکته شو.
Virat Kohli back to No.1!
David Warner, Marnus Labuschagne and Joe Root make significant gains in the latest @MRFWorldwide ICC Test Rankings for batting.
Full rankings: https://t.co/AIR0KN4yY5 pic.twitter.com/AXBx6UIQkL
— ICC (@ICC) December 4, 2019
په ټیسټ کرېکټ کې سټیو سمیت تر ویرات کوهلي پورته اوسط لري، سمیت اوسمهال ۶۳.۸ او ویرات کوهلي ۵۵ اوسط لري.
بل پلو ته استرالیاوي اوپنر توپ وهونکی ډيویډ وارنر چې د پاکستان پر وړاندې یې درې ګونې سلیزه ووهله په لومړي وار په لومړیو پنځه لوبغاړو کې نوم ثبت کړ، ویرات کوهلي لومړی، سټیو سمیت دویم، کین ویلیمسن دریم، چیتشور پوجارا څلورم او ډیویډ وارنر پنځم مقام لري.
د کرېکټ نړیوالې شورا د چهارشنبې په ورځ د ټیسټ کرېکټ نړیواله درجه بندي اعلان کړه چې په کې د ویرات کوهلي او ډيویډ وارنر سربېره بابر اعظم، رکیم کرونوال، میچل سټارک، مارنس لابشچنګ، جویي روټ او ټیم ساوتي وړاندې والی خپل کړی دی.
افغان لوبډلې چې تر دې دمه یې په ټیسټ لوبو کې څلور سیالۍ ترسره کړي، د ۱۹۵ پواینټونو سره ۴۹ درجې لري او په لسم مقام کې ځای لري، په لومړي نمبر هندوستان، دویم نیوزیلند، دریم انګلستان او پاکستان په ۸م مقام دی.
د یادونې وړ ده چې ویرات کوهلي د ټیسټ سربېره په یو ورځنیو لوبو کې هم په لومړي نمبر پر نورو لوبغاړو باچایي کوي، هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۶۰.۳ اوسط لري.