شعـــــرونه

ښکلې نړۍ!

عزت الله ذکي

يو ښايسته غوندې نړۍ ده
پکې لمر دی هم سپوږمۍ ده

مخلوقات ټول پکې اوسيږي
خو په خپل شکل کښي ګيردۍ ده

د بشريت د زېږون ځای دئ
مالومه له تاريخه پخوانۍ ده

محل د ازل او مزل دواړو
که څه هم نورو ته کوچنۍ ده

بشر پکي پيدا پکي ښخيږي
پلمه د ژوند ده آزادۍ ده

د عزت او ذلت ځای دئ
خبره د اسلام، مسلمانۍ ده

څوک خوشحال پکي اوسيږي
چاته پېلامه د بدبختۍ ده

چا پکي عجيبه مزې وکړې
د چا کفن پکار دی، ليونۍ ده

بس په هر چا باندي تيريږي
ذکي وايمه ناڅي ښاپېرۍ ده
۱۳۹۸/قوس/۱۲مه
غرمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x