افغانستان

اشرف غني: د سولې په خبرو کې دې په «اوربند» تمرکز وشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وايي، د سولې په پروسه کې دې د اوربند په ټکي باندې زیات تمرکز وشي.

غني، تېره ورځ په کابل کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره په خپله لیدنه کې ویلي «په دغه کتنه کې دواړو لوریو د اوربند او له هیواده بهر د طالبانو د پټنځایونو پر ستونزې تمرکز چې د افغانستان او امریکا جمهوررئیسانو پرې په خپله وروستۍ کتنه کې د پایداره سولې موافقتنامې د ترلاسه کولو په خاطر بحث کړی وو، خبرې وکړې.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي «جمهوررئیس غني، خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید دواړه ذکر شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.»


غني داسې مهال له خلیلزاد سره د افغان سولې په تړاو غږېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، خلیلزاد به په کابل کې له لیدنو کتنو وروسته «دوحې» ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره مذاکرات بيا پیل کړي.

د طالبانو او امریکا مذاکرات، چې نهه پړاوونه یې په بر کې ونیول، په تېر سپتمبر میاشت کې داسې مهال د امریکا د ولسمشر له لوري لغوه اعلان شول، چې دواړه لوري توافق ته نږدې شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

اوربند د ټولو افغانانو شرط دی. نه پوهیږم چی ولی طالبان له اوربند څخه ویره لری. هغوی د امریکایانو سره اوربند ته آماده دی خو له خپلو خلکو سره نه. دی څخه دا جوته کیږی چی طالبان افغانان ندی د پاکستان د نیابتی جنګ عسکر دی نو ځکه اوربند نشی زغملی.

الحاج استاذ بیانزی

مګر مسلمان او خپلواک افغانان چه طالبان یی نمایندګی کوی بوهیږی چه د کابل د غلامانو او بادارانو له سولی او اوربند څخه د طالبانو محوه او مهاریدلو ته وایی . په سوله کی هم له دروغو، غلا او درغلیو څخه کار اخلی لس میاشتی توافق شوی خبرو لغوه کیدل او اوس بیا مذاکرات شروع کولو زما د دی خبرو څرګندونه کوی کفر کوم کنځل نه دی [[ حق پټونی ]] ته وایی . دروغ، غلا او درغلیو کی [[ حق پټونه ]] او په دموکراسی کی تقوی او د دموکراسی شثیطانی نظام هنر دی . رسنی یی په لاس… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

وبخښی اخری جمله له [[ اسلام…. تر استعمار ]] پوری خطایی کی له بل ځای رانقل شوی د پاڼی له چلونکو هیله کیږی چه حذف یی کړی او یا د ویونکی له لوستلو او له پامه وغورځوی مننه او بخښنه

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x