افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان څلورمه برخه نفوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ملګري ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي، د افغانستان د نفوس د څلورمې برخې په اندازه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

د «اوچا» رییس «توبي لینزر» یوې خبرې ناستې ته وویل « کابو ۹.۴ میلیونه افغانان د هیواد په بېلابېلو برخو کې بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي، چې موږ یې له امله اندېښمن شوي یو؛ خو د افغانستان په څنګ کې به درېږو.»

نوموړې زیاته کړې « موږ د خلګو ستونزو ته د رسېدو په موخه له تمویل کوونکو سرچینو څخه د ۷۳۲ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې، څو په مټ یې وکولای شو د ټولو سترنزو  حل ته لاسرسی وکړو.»

یاده دې وي، چې په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو د غوښتونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال مرستې ته د اړو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ شوی.

بېکاري، د مرکزي حکومت نه پاملرنه او نا امني هغه څه دي، چې په ولس کې یې د مرستې غوښتونکو شمېره زیاته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx