افغانستان

ناټو: د افغانستان شخړې ته د سیاسي حل لارې لټول اړین دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان وايي، له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په دې باور دي، چې ددې هیواد شخړه باید له سیاسي لارې حل کړای شي.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ينس سټولټنبرګ» په لندن کې یوې ناستې ته ویلي « موږ د افغانستان په یوه سیاسي حل باندې باور لرو، له همدې امله د طالبانو او امریکا له مذاکراتو ملاتړ او هرکلی کوو.»

نوموړي زیاته کړې « موږ د افغان ځواکونو تجهیز، تمویل او تربیې ته دوام ورکوو او باوري یو، چې همدا له افغانستان سره د مرستې تر ټولو غوره لار ده.»

ناټو داسې مهال د افغانستان د شخړې سیاسي حل اړین بولي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او امریکا تر منځ درېدلي مذاکرات بیا پیل شي او په دې توګه د افغانستان د قضیې د یوه سیاسي حل هڅه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x