ورزش

افغان کرېکټ بورډ د توپ وهنې روزونکي لپاره بوست اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د توپ وهنې روزونکي ټاکلو لپاره نوی بوست اعلان ته ورکړ.

افغان لوبډله چې په ځانګړي ډول د انضمام الحق له روزنمشرۍ وروسته په توپ وهنه کې ګڼ شمېر ستونزې موندلي اوس غواړي نوی روزونکی وټاکي.

اوسمهال د افغان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل د توپ وهنې روزونکي په حیث دنده پرمخ وړي خو د نوموړي د دورې پرمهال لوبډله هر وخت د توپ وهنې په ډګر کې ستونزې لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي چې ددوی پر شروطو برابر او تجربه کار کسان کولای شي د دیسمبر میاشتې له ۵مې نیټې څخه تر ۲۰مې نیټې پورې نوم لیکنه وکړي.

افغان لوبډلې په ستمبر میاشت کې د فیلپ سیمنز له تلو وروسته د سویلي افریقا لوبډلې پخوانی لوبغاړی لینس کلوزنر د ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکه.

د نوموړي تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې د ویسټ انډيز پر وړاندې ۳ پنځوس اوریزې، ۳ شل اوریزې او یوه ټیسټ لوبه ترسره کړه، چې د شل اوریزو سیریز یې وګاټه او په نورو کې یې ماتې ومنله.

په یادو سیالیو کې افغان لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې ګڼ شمېر ستونزې وموندلې او په ستر اننګز لوبولو کې ناکام شول، چې بالاخره کرېکټ بورډ د نوي توپ وهنې روزونکي ټاکلو پریکړه وکړه.

افغان لوبډله راتلونکې نړیوالې لوبې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې د هندوستان په ایکانا لوبغالي کې ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x