
نبيل: ټاکنې بې پايلې دي، بايد د ملي مصالحې حکومت جوړ کړی شي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د امنيت او عدالت ټيم نوماند رحمت الله نبيل ويلي، د ميزان مياشتې په شپږمې نېټې ترسره شوې ټاکنې بې پايلې دي، بايد لغوه شي او پر ځای يې د ملي مصالحې نوی حکومت رامنځته شي.
ښاغلي نبيل نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د ټاکنو برخلیک له ننګونو سره مخ دی، پایلې يې ناشونې بريښي او پر ځای يې بايد د جوړجاړي له مخې د مصالحې حکومت رامنځته شي.
نوموړي زياته کړه، په اوسني وضعيت کې خلک د جګړو، سولې او ټاکنو له بحثونو ستړي دي او خلک بايد له دې جنجاله وويستل شي.
نبیل وړانديز وکړ، چې د ملي مصالحې له مخې جوړېدونکي حکومت کې بايد هېڅ پخوانی ولسمشر او وزير دنده ونه لري او نه يې هم بايد لاسونه د ولس په وينو سره وي او دې حکومت لپاره بايد داسې مسلکي او متخصصين خلک وګومارل شي، چې بې طرفه وي، تر څو هېواد ته سوله او کراري راولي.
د هغه په وينا د بې پرې ملي حکومت لپاره بايد د اشرف غني او عبدالله سربېره طالبان او ټول سياستوال قرباني ورکړي.
دا په داسې حال کې، چې وړمه ورځ هم د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو شورا ويلي و، چې د ملي مشارکت حکومت دې رامنځته شي، چې ټولو نوماندانو ته به کې ونډه ورکړل شي، خو ارګ د نوماندانو دا غوښتنه رد کړې وه.
دا ټوله غله, غاصبين, قاتلين,زانيان,…..
چى سره يو ځاى سى نو خوند به وکى. او دوستم به چړچى وکى. هره ورځ به د ايشچى پر ځاى به کار ځنى اخلى. واوا دوستم
بسم الله الرحمن الرحيم ط
جناب نبيل صاحب . که داد اشغاللګرو لاس نه وای درباندي پروت ، په کلي دي نوم هم چا نه پيژانده. اوس په کوم انصاف او کومه خوله دا پشنهاد کوي ، چي ستاسو تر مينځ د جنجال د حل لپاره دي ، طالبان هم قرباني ورکړي . نه پوهيږو چي دا کوم ښکيلاګر په مغز او فکر کي دراچولي دي ، چي ستا له حنجرې راوزي.څومره به ښه وي چي خپله نامشروع دارايي په غريبانو او محتاجانو وويشې او بيا دا خبري وکړې.