د بریا یوازېنۍ نسخه

لیکنه: جاوید چوهدري
ژباړه: عبدالفتاح فاتح

ملک ریاض د پاکستان له پنځو شتمنو کسانو څخه دی، دی پنځه ویشت کاله وړاندې یو عادي قراردادي وو، په بس کې یې تګ راتګ کاوه او د کرایې په یوه واړه کور کې یې ګوزاره وه خو وروسته په اسیا کې د کور جوړونې د تر ټولو سترې پروژې خاوند شو او په ټول پاکستان کې یې د عمارت جوړونې صنعت ته تغیر ورکړ، د پاکستان ټوله کلنۍ بودیجه پنځه نیم زره میلیارده روپیو ته رسېږي او د «بحریه ټاون» قیمت بیا درې نیم زره میلیارده روپۍ دی؛ دا څومره ستره شتمني ده؟ ملک ریاض دا هر څه په پنځه ویشت کلونو کې ګټلې دي.
نوموړي ددې تر څنګ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ستره جرمانه هم اداء کړې، سترې محکمې نوموړی څلور میلیارده ډالر جرمانه کړ، موږ د پيسو له نړیوال صندوق څخه هر کال دوه نیم میلیارده ډالر قرض اخلو؛ ګویا ملک ریاض د پیسو د نړیوال صندوق سره برابره جرمانه اداء کړې.

ښا نو ملک ریاض څه ډول دې بریا ته ورسېد؟ یوازې او یوازې په یوه وجه، زه باوري یم که ته هم دا نسخه عملي کړې، په ضمانت سره بریا ته رسېدلای شي.
څه موده وړاندې د نوموړي په خلاف خطرناکې قضيې روانې وې، حکومت، ادارې، ستره محکمه، قاضي القضات او نور ټول سیاسي ګوندونه دده په مخالفت کې ولاړ وو؛ خو ملک صاحب بیا هم ارام ناست وو، یوه ورځ مې د اطمنان وجه ترې وپوښته؟ ویې خندل «که دا ټول سره یو ځای هم شي، زما سوداګري ته هیڅ زیان نشي رسولی.»

ومې پوښتل: هغه څنګه؟

ده ویل: الله تعالی زما په ټوله سوداګري کې راسره شریک دی، هغه خپله سوداګري او حصه خرابېدو او بربادۍ ته نه پرېږدی، زه چې کله هم یوه پروژه پیلوم، په هغه کې د الله تعالی برخه بېلوم او هغه راسره په خپل کاروبار کې شریکوم، بیا الله تعالی د همدې برخې له امله هم زما کار مخ په وړاندې بیايي او هم د خپلې برخې ساتنه کوي؛ نو ځکه که دوی هر څومره هڅه هم وکړي؛ د خدای سوداګرۍ ته زیان نشي رسولی.

ملک ریاض رښتیا ویل، ده له لومړۍ ورځې خدای په خپله سوداګري کې ور شریک کړی ، هغه ته یې برخه بېله کړې او هر کال ۶۸ میلیونه روپۍ د هغه په لاره کې په خيریه کارونو لګوي .

همدا اوس په هیواد کې له تېرو دوولسو کلونو راپدېخوا ۱۱۰ دسترخوانه هوارېږي او ملک صاحب ورباندې هره ورځ سل زره کسانو ته وړیا ډوډۍ ورکوي، ددې ترڅنګ ګڼ شمېر خیریه روغتونونه دي، چې مصارف يې د ملک صاحب په غاړه دي، د زده کوونکو فیسونه دي چې دده له پيسو څخه اداء کېږي، هره ورځ دوو بې وسه کورنیو ته کورونه دده له حساب څخه ورکول کېږي او د پښتورګو او ینې د بدلولو تر ټولو ډېر عملیاتونه دده په مرسته ترسره کېږي؛ خو له دې دومره مصارفو سره، سره نه دده سوداګري بنده شوه او نه یې لاس ورسره ودرېد.
تاسو به شاید د جنید جمېشد مرحوم د برانډ «جې جې» نوم اورېدلی وي، دا په پاکستان کې د کالیو تر ټولو ستر برانډ دی، د جنید جمشېد له لوري ددې کار له پیلېدو وروسته دا برانډ دوه ځلې ناکام شو، یو وخت جنید له خپل ملګري سهیل سره «مفتي نعیم» ته ورغی او له هغه یې د خپلې سوداګرۍ د بریا دعا وغوښته، مفتی صاحب ورته ویل: تاسو په خپله سوداګرۍ کې الله تعالی ته حصه بېله کړئ، هغه به کله هم ستاسو کار زیان ته پرېنږدي، هماغه وو چې جنید او ملګرو یې د خپلې ګټې وټې ۳۳ سلنه الله تعالی ته بېله کړه او ورسره جوخت کار پیل شو، د جنید برانډ د پاکستان د کالیو تر ټولو ستر واردوونکی شو او له ملي څخه په نړیوال واوښت…

شاید د «سېور فوډز» له نامه سره به اشنا یاست، دا د پاکستان د تیارو خوړو تر ټولو ستره تجارتي څانګه ده، دوی په هیواد کې د چرګانو، وریجو، اوړو، غوړیو او مسالو تر ټولو ستر پېرودونکي دي، سلګونه موټر هره ورځ له دې شیانو بار دوی ته ورځي؛ خو بیا هم ددوی لپاره بسنه نه کوي، ددوی ددې کامیابي تر شا هم د الله تعالی د شراکت لاس دی، دوی د یوه دارالایتام ماشومانو ته وړیا ډوډۍ لېږي او هره ورځ دې ماشومانو ته څوارلس ډوله خوراکونه ورکوي، تاسو باور وکړئ؛ هماغه څوارلس خوراکونه تر ټولو ډېر پېرودونکي لري.

په کراچي کې د «سیلاني بنسټ» په نوم یو خیریه بنسټ دی، هره ورځ ددې بنسټ له لوري د ۷۰۰ زرو روپیو په اندازه خواړه په بېوسه او غرېبو خلګو باندې ویشل کېږي، مولانا بشیر قادري ددې بنسټ مشري په غاړه لري، هغه یوه ورځ راته ویل: زموږ کله هم نه یادېږي، چې زموږ سره مرسته کوونکو دې خپله مرسته له پیل وروسته کمه کړې وي؛ ځکه الله تعالی هره ورځ ددوی په کاروبار کې برکت اچوي، مخ په لوړه يې بیایي او له دې سره دو مجبورېږي، دخدای په لاره کې ډېر څه ورکړي..
زه په لاهور کې یو سوداګر پېژنم، دی د کالیو او سینګار توکو ستر شرکت لري او د همدې برخې تر ټولو ستر صادروونکی دی، ده هم خدای ته خپله برخه بېله کړې او هغه یې ورسره شریک کړی.

کراچي کې د «انډس هسپتال» په نوم روغتون له نامه سره اشنا یاست، دا د هیواد یوازېنی روغتون دی، چې د پيسو اخستلو شعبه نه لري، دلته د سر له درد څخه رانیولې، د سرطان مرض تر درملنې پورې هر څه وړ یا دي، ددوی کلنی مصرف ۱۲ بیلیونه ته رسېږي، د روغتون مشر «ډاکټر باري» یو وخت راته ویل، موږ کله هم د پيسو له کمي سره نه یو مخ شوي؛ ځکه خلګ د الله تعالی برخه نه کموي او الله تعالی د خلګو په برخو کې کمي نه راولي…

تاسو د اخوت بنسټ بېلګه هم لوستلای شی، دا بنسټ خلګو ته له اضافي پیسو غوښتلو پرته قرض ورکوي، دوی دا کار له لس زره روپیو څخه راپیل کړی، چې اوس پکې راټوله شتمني ۱۰۰ میلیاردو ته رسېږي او تر دې مهاله ورڅخه ۳۵ لکه خلګو ته له سود غوښتلو پرته پورونه ورکول شوي، ددوی په خبره، هر هغه چا چې له دوی په وړي پور کار پیل کړی او په هغه کې یې خدای ته برخه بېله کړې، الله تعالی د هغوی کار مخ په وړاندې بوولی.

دا یوازې د هیواد په سطحه بېلګې وې، تاسو نړیوال هم کتلای شی، په نړۍ کې دا مهال ۴۱ تنه داسې دي، چې تر بل هر چا یې ډېره برخه په خیریه کارونو کې لګولې، بېل ګېټس ددې کسانو په منځ کې اول ځای لري، هغه تر دې دمه ۸۱ بیلیونه ډالر په خیریه کارونو لګولي، چې د پاکستان ۸۰ سلنه قرض ورباندې اداء کېدای شي..

دا ۴۱ تنه میلیاردران دي، له دومره خیراتي ورکړې وروسته خو داسې ښاييدله، چې دوی ډیوالي او پوروړي شي؛ خو بېل ګېټس تر ۲۰۰۷ کال پورې په هره ثانیه کې ۳۱ ډالر ګټل؛ مګر اوس په هره ثانیه کې د هغه ګټه ۱۳۰ ډالرو ته رسېږي، چې په دې حساب په یوه دقیقه کې نوموړی څه باندې دوولس لکه کالدارې ګټي، تاسو کولای شی وپوهېږی، چې الله تعالی هغه څومره نازولی او یو په څو یې بدله ورته ورکړې.

د عیسویانو په کتابونو کې راغلي، چې یو وخت حضرت عیسی علیه السلام په خلګو باندې د صدقې غږ وکړ، شتمنو یهودیانو زیاتې روپۍ راوړې، یو فقیر هم په دې ځای کې حاضر وو، هغه خپل جېب ته لاس کړ او ورسره یوازېنۍ سکه یې ورکړه، الله تعالی جل جلاله حضرت عیسی علیه وسلم ته وویل، چې د غریب دا یوه سکه د بنی اسرایيلو تر ټول مال درنه ده، کله چې عیسی علیه وسلم وجه پوښتي، الله تعالی ورته وایي، یهودیانو زما له لوري د ورکړل شوي مال یوه برخه راوړه؛ خو غریب ټول هغه څه راوړل چې ما ورکړي وو.

له دې خبرې مې موخه دا نه ده، چې تاسو ته الله تعالی څه درکړي، هغه ټول خیرات کړی، بلکې تاسو هدف دادی، چې یوازې الله په خپل کاروبار کې درسره شریک کړی او ووایاست یا الله هر څومره چې زما سوداګري مخته ځي، زه به په هماغه اندازه ستا برخه زیاتوم، که چېرې په دې لاره الله تعالی ستاسو په سوداګري او کار کې برکت کېنښود او ګټه مو زیاته نشوه، تاوان یې له ما واخلئ، تاسو خدای ته په خپل کار کې برخه ورکړئ، الله تعالی به تاسو ته دومره څه درکړي، چې نسلونه به مو ورته حیران وی..

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

فاتح صاحب ، ډیره مننه چه د جوهدری صاحب ښکلی موضع مو ژباړلی او زمونږ د مطالعی د پاره اسانه کړی. زه به هم څه ورسره زیات کړم: هو، د هغه تجار دا خبره چه په ډومره کم وخت کی دومره لوی سرمایدار شو لږه مبالغه هم معلومیږی مګر دا چه هر تجارت کی یی د الله ج یعنی د فقیرانو او محتاجانو برخه معلوموله او بیلوله ، په تجارت کی یی الله ج برکت واچولو له حقیقت څخه لیری نه ده. د الله ج د برخی په بیلولو سربیره ، د تجارت اصول او قوانینو کی هم باید شریعت… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جوړ تازه،
مجاهد ته،
پاسنی لیکنه کی کومه مبالغه نشته،او نوموړی سرمایه دارانو خپلی مټی او د مغزو په قوت سره دا سرمایه تر لاسه کړی ده،
لندن سوسیال ته دا خلکو لاس نه دی نیولی. او نه د لوږی تندی انګریز ته ورتیښیدلی دی.
لندن سوسیال به څه کوومه،،،
مټی په زور کلی کور ابادومه،،،،
پل پلچک مکتبونه جوړومه،،،،
مفسدینو خولی له خاوری ډکومه،،،
ځانمرګی ،طیاری نه منمه،،،،،،
غلامان د خاوری ورکوومه،،،،
،،،،،،،،،،،،،،،،غمی پښتین،سټی کنډو،پکتیا ګردیز،،،،،،،،،،،،