
نړیوال بانک: افغانستان د سولې تر توافق وروسته هم هر کال میلیاردونو ډالرو مرستې ته اړ دی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): نړیوال بانک وايي، د سولې له احتمالي توافق وروسته به بیا هم افغانستان هر کال له ۶-۸ میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا ولري.
د نړیوال بانک له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې افغانستان هر کال ۱۱ میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا لري، چې له منځه یې یوازې ۲.۵ میلیارده ډالر د افغانستان له خپلو سرچینو او له پاتې برخې ۷۵ سلنه یې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو له لوري ورکول کېږي.
راپور وړاندې لیکي، چې د سولې تر احتمالي توافق او افغانستان ته د امنیت او ثبات تر راتګ او د ولایتونو تر منځ د تګ راتګ تر ډاډمن کېدلو وروسته په افغانستان کې د خصوصي پانګې اچونې کچه پورته کېږي او کاري فرصتونه نور هم لوړېږي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس «هنري کرالي» وایي، نړیواله ټولنه که غواړي له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي، باید په تدریجي توګه دا ګام واخلي او په ډېر احتیاط سره د خپلو مرستو کچه کښته کړي.
نړیوال بانک داسې مهال د سولې تر توافق وروسته په افغانستان کې د پانګې اچونې د کچې لوړېدلو ته خوشبین دی، چې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د دوحې د سفر موزې په پښو کړې او تمه ده هلته له تګ وروسته له طالبانو سره د سولې درېدلې خبرې بیا ځلې او په دې توګه له هغوی سره یوه توافق ته د رسېدو هڅه وکړي.
اړتیا څنګه نه لري ١٩ کاله کیژي چې دافغانانو په سرنویشت یې لوبې ووهلې.
د افغانستان اقتصاد یې خراب کړ.
د خلکو باغونه یې خراب کړل.
د خلکو له کورو یې زر پیسې غلا کړي.
نر او ښځې ځوانان یې په چرسو، پوډرو، تریاقو اموخته کړل.
مکتبونه مدرسې یې ورانې کړې.
امریکا که سولی ته ژمنی وی ، نو پر مونږ یی برید ولی کولو او د برید د پاره به یی د د سپټمبر نړیوال فاحعه نه رامنځته کوله، هغوی اضلاع متحده، کاناډاو، استرالیا او نوره نړی د استعمار، فساد او جنګونو لاندی نه نیوله فساد او جنګونه د استعمار وسله او وسیله ده. له موضع لیری نه شم، نړیوال بانک د نړیوال استعمار بله اقتصادی وسله او وسیله ده مطلوب هیواد ته له ننوتلو دمخه یی د مالی بندیزونو به نوم کاروی. اسلام، کفر، حرص، اطمنان، عدل او استعمار اوس چه طالبانو ورته په نظامی، سیاسی او استخباراتی او… نور لوستل »
جوړ تازه،
بیانزی ته،
پخوانی سندره ده چه وایی،
په بام ورو ورو راځه،،،،،،،،،په ټنډه می شین خال وهلی دی،،،
ته هم لندن ښاروالی ته د سوسیال لپاره ورور ورو ورځه،
مفت خوره،مفت څښه،حساب کتاب مه منه،
تاته مهمه نه ده چه دنیا له افغانانو سره کمک کوی کنه؟ستا سوسیال خو چالان دی