افغانستان

روسیه: طالبان ورځ تر بلې په  افغانستان کې خپله د واک ساحه پراخوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د روسیې فدراسیون د امنیت شورا مرستیال «رشید نور غالییف» وایي، طالبان د افغان خاورې نیمه برخه په لاس کې لري او ورځ تر بلې د نویو ساحو د نیولو په لټه کې دي.

غالییف له سپوتنیک خبري اژانس سره په خپله مرکه کې ویلي « طالبان دا مهال د افغانستان نیمه برخه په واک کې لری، هغوی ورځ تر بلې په افغانستان کې خپله د واک ساحه پراخوي او د هیواد په شمال کې د تاجکستان پولې ته نږدې د مهمو سیمو د نیولو په لټه کې دي.»

نوموړي زیاته کړې « د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي، چې زیاته برخه یې له روسیې او عراق څخه تښتېدلي جنګیالي جوړوي او د مختلفو راپورونو په اساس یې شمېر له ۳.۵ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې رسېږي.»

غالییف ددې تر څنګ اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د فعالیت زیاتوالی د روسيې په ملي امنیت ناوړه اغېز لري.

یاده دې وي، چې روسیه داسې مهال د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر خپروي، چې طالبانو څه موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې ټغر ورټول کړل او ادعا یې وکړه، داعش یې نور مات کړي او هغه چې پاتې دي بیرته خپل حکومت ته ورغلي.

روسیې څه موده وړاندې هم ورته شمېرې خپرې کړې وې، چې د طالبانو له لوري رد شوې وې.

په ورته وخت کې د حکومت دننه یو شمېر چارواکي اندېښنه ښيي، چې د طالبانو له لوري حکومت ته په تسلیمي مجبور شوي داعش جنګیالي د حکومت له لوري په مختلفو سیمو کې د بیا ځلې وسلوال فعالیت لپاره تمویل او تجهیز کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

مننه ستاسو له تشویق نه. داسی خبری نور هم طالبان جنګ ته هڅه وی او باید نن ټکی آسیا یی خپرې نکړی.

الحاج استاذ بیانزی

د مرکزی اسیا هیوادونه چه د افغان مجاهدینو د سپیڅلی جهاد په برکت یی له روسانو څه ناڅه هویت یا نیمه خپلواکی ترلاسه کړی مګر حکومتی لوړپوړی جارواکی یی اوس هم هماغه پخوانی غلام کمونست چارواکی دی چه د مسلمانانو له سیوری ډاریږی ، په داسی حال کی چه باداران یعنی روسان د امریکایانو له ویری د طالبانو په شتون ویاړنه او ډاډګرنه لری . د تاچکستان له تش په نامه مسلمان غلام جنرال ( چه افغانستان کی د مسلمانانو له بریاوو او الهی نظام له پیاده کولو یی یخنی وځی ) روسانو ته اندیښنه وراچوی چه افغانستان کی د… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ په خیر،
بیانزی ته،
دا چه پخوانی مجاهدین ،مجاهدین ګڼی.او جهاد یی هم منی.چه روسان یی دړی وړی کړل ،نو زه دا پوښتنه کوم چه،
دا مجاهدین ولی د طالیبانو په لاس قتل شول؟لکه
احمدشاه مسعود،انجینر فیض محمد او نور په زرګونو د جمیعیت او حزب قوماندانان.
اسلام څخه دوکان مه جوړوی چه کوم شی مو په کار وی هغه راخلی،نور یی غم نه کوی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x