روغتیا

ایا کیلې خوړلو سره قبضیت رامنځته کیږي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): قبضیت یوه عامه روغتیایي ستونزه ده چې نړۍ کې پرې هره ورځ ملیونونه کسان اخته کیږي، د ناسم خوراکي رژیم څخه نیولې د ورزش نشتوالي پورې ګڼ شمېر لاملونه لري.

ځینې وګړي ادعا کوي چې کیلې د قبضیت لامل کیږي په داسې حال کې چې ځینې نور یې په مخنیوي کې د مرسته کولو ادعا کوي.

په دې لیکنه کې تاسې لوستلای شئ چې ایا کیلې په قبضیت ښه کولو کې مرسته کوي او که په رامنځته کولو کې؟

کیلې فایبر لري

کیله د نړۍ یو له مشهورو او صحي میوو څخه ده، ګڼ شمېر منرالونه او ویټامینونه لري، دغه راز د فایبر غوره سرچینه ده، په اوسط ډول کیله کې ۳.۱ ګرامه فایبر موندل کیږي.

له اوږدې مودې راهیسې ادعا کیږي چې فایبر ممکن په وګړو کې د قبضیت کچه راکمه کړي، ځکه چې دا اوبه جذبوي او د ډکو بولو په نرم ساتلو کې مرسته کوي.

خو څیړنې په دې اړه متضاد شواهد وړاندې کوي، مګر په پایله کې وایي چې کیلې خوړل د هر فرد په توګه توپیر لري، چې پر ځینو کسانو کې قبضیت رامنځته کوي خو ځینو نورو ته راحت ورکوي، څیړونکي وایي دا په وګړو پورې اړه لري چې کوم ډول فایبر خوري.

کیلې نشایسته لري

کیلې، په ځانګړي ډول شنې کیلې لوړه کچه نشایسته لري، خو چې څومره کیله پخیږي هغومره یې د نشایستې کچه ټيټیږي او په شکر بدلیږي، دا د محلول فایبر په څیر عمل کوي او د قبضیت درملنې لپاره کارول کیږي، دغه راز د اسهال په کمولو کې هم مرسته کوي.

ایا کیلې د قبضیت رامنځته کېدو لامل کیږي؟

تر دې دمه په دې اړه داسې شواهد نه دي ورکړل شوي چې کیلې دې د قبضیت لامل شي، د څیړنې په راپورونو کې هم ددغې خبرې تایید نه دی شوی خو ځینې وګړي په دې باوري دي چې کیله د قبضیت رامنځته کېدلو لامل کیږي او ددې وضعیت لپاره یو خطرناک فاکتور دی.

کیله هاضمه راولي

په اوسط ډول کیلې خوړل د هاضمې سیستم غوره کوي او د معدې ښه کولو لپاره د صحي باکتریا په توګه دې ته وده ورکوي، د یوې څیړنې له مخې کیلې خوړلو سره د معدې ګیس او د خیټې او کولمو درد کې کمښت راځي.

پایله څه شوه؟

طبي پایلې په نښه کوي چې کیلې د قبض رامنځته کولو پرځای راحت ورکوي، او د وګړو دغه فکر چې ممکن کیلې خوړل د قبضیت لامل کیږي ناسم دی، که چیرې تاسې هم داسې فکر کوئ نو د کیلې خوراک کم کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پورته لیکنی په هکله څو کږې وږې څرګندونی: د نن ورځی طبی پوهان او عالمان هم زموږ دینی عالمانو غوندی پر یوه مسئله د نظر توافق نه سره لری چی د کېلې او نورو ډېرو تجویزونو په شمول ئې د عامو خلګو څخه لیاره ورکه کړېده لکه څرنګه چی ځینو دینی علماوو د خپلو متضادو فتواوو او افکارو په څرګندونو د عامو مسلمانانو څخه اصلی لیاره ورکه کړېده . د طبی عالمانو د ځینو یا اکثرو نظریاتو د صحت او سقم تصدیق مشکل دی خو مسئله یوه علمی او تجربی او لمسی مسئله ده پدې معنی چی مثلاً هر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x