افغانستان

دوستم د هیواد شمال کې پراخ نظامي عملیات پیلوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال «عبدالرشید دوستم» وايي، د هیواد په شمالي ولایتونو کې داعش ډلې پراخ نفوذ کړی او دی به یې په وړاندې پراخ نظامي عملیات پیل کړي.

دوستم چې د قاطع ماموریت له چارواکو سره يې د جوزجان په مرکز «شبرغان» کې خبرې کولې، وویل « داعش ډلې په شمال کې پراخې سیمې خپلې کړې، موږ به د ټولو وحشت خپروونکو په وړاندې پراخ عملیات پیل کړو.»

د دوستم په قول، په شمال کې د عملیاتو پیلولو په تړاو یې د ناټو او قاطع ماموریت له چارواکو سره خبرې کړې او ژر به د عملیاتو د پیل او ځای په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

دوستم داسې مهال په شمال کې د داعش په وړاندې د عملیاتو د پيل خبر ورکوي، چې یو شمېر سرچینې وایي، د طالبانو له لوري حکومت ته په پناه مجبور شوي داعشیان بیا ځلې د وسلوال فعالیت په موخه په شمالي ولایتونو کې ځای په ځای کېږي.

د شنونکو په باور، د دوستم په شمول د ګډ حکومت چارواکي او بهرنیان غواړي یو ځل بیا داعش وسلوالو ته په شمال کې د فعالیت زمینه برابره کړي او په همدې پلمه د هغوی په وړاندې د نظامي عملیاتو په نامه د پښې ټینګولو ځای ولټوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دوستم!
ترنظامی عملیاتوڅخه تیرسه، هسی نه چی د ایشچی په سرنوشت اخته نسی.

عبدالواحد

زه فکرکوم ددوستم دمرګ شپی رانژدی سوی دی انشاءالله الله به یی کمبله ټوله کی

جميل

اوه کلونه کيږی چی دا جنايتکاره او وحشی بګيل په شمال کی عمليات پيلوی خو هر واری چی يی عمليات پل کړيدی د طالبانو په يوه بريد سره يی لکه سپی لکی په شا منډلی وی او په کړنجهاری سره تر خپل کوره ځان ورسوی او پټ سی بيا څه مده وروسته کله چی ډير شراب يی څښلی وی او په مستی کی وی بيا د طالبانو د ورکولو ناری وهی او مالکان يی يو څه خاګينه په وخوری او باټ ورکړی چی هله سترګی دی سری شويدی حمله کوه او دا نا اهله يی هم ومنی بيخبره لدی چی زمريان د سپيانو د سرو او سپينو سترګو هيڅ پروا هم نلری .
چی دا وحشی ځناور طالبانو ته ژوندی پلاس ورسی څه ښه خوند به وکړی .
ملخک ملخک يکبار جستی دوبار جستی آخر بدستی .

عظیمی

دا بی وجدانه شخص خپله نه مغز لری او نه هم د سبا ورځی د پاره پلان. کمونستانو د جنګی مردار خولی کار ځنی واخستی نو غربیان بیا ولی بل کار ځنی واخلی. ورځ دوی تر مخه چه هغه مفعول وزیر او بل د افغانانو قاتل ورغلی او څه باټ او دغلامی مډال یی ورکی او د بوغی[پوقانه] په شان یی و پړساوه او ویش کیش یی ورته ووایه او به شاه یی هم وواهه. او یا داچی غربیان یی اوس د غاره راباسی او سنایپر ته یی برابروی چه ګیلم یی وجمع کړی. چه تر صلحی ورسته ددوی ور دغاړی نه سی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close