د سولې خبرو بيا پيل؛ طالبان به اوربند او د کابل ادارې سره خبرو ته تيار شي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد يو ځل بيا د سولې په اړه خپل ماموريت پيل کړی، د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل ته راغلی، دلته له چارواکو او سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی او ټاکل شوې، چې تر دې وروسته له طالبانو سره د رسمي خبرو د بيا پيلېدو په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند دواخان مينه پال ويلي، اشرف غني له خليلزاد سره د خبرو پر مهال ويلي، چې اوربند بايد د سولې خبرو لپاره مهم شرط وي او له هېواده بهر د طالبانو پټنځايونو په اړه هم بايد بحث وشي.

بل پلو د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم ويلي، له خلیلزاد سره يې د خبرو پر مهال د مذاکراتو بيا پيلېدو او تشدد په کمولو خبرې کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د رسمي خبرو لپاره قطر ته ځي او ښايي د دغو مذاکراتو په پایله کې  د افغانستان جګړه پای ته ورسيږي.

په ورته وخت کې ناټو او پاکستان هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بيا پيلېدو هرکلی کړی دی.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ تېره ورځ په لندن کې د ناټو سرمشريزې ته وويل، د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او بايد له سوله ييزې لارې پای ته ورسيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم تېره ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، د افغانستان جګړه بايد د مذاکراتو له لارې حل شي او د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بيا پيلېدو هرکلی يې کړی دی.

د سولې خبرو د بيا پيلېدو په درشل کې د ګډ حکومت مشر په اوربند او کابل ادارې سره د طالبانو په مخامخ مذاکراتو ټينګار کوي، خو داسې ښکاري، چې طالبان لا هم اوربند او کابل سره مستقيمو رسمي مذاکراتو ته نه دي تيار.

د افغان چارو کارپوه انجم رفيق وايي، د روان کال په سپټمبر کې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو يو لامل له بين الافغاني مذاکراتو انکار و، خو تر اوسه هم دا نه ده روښانه، چې طالبان به افغان حکومت سره خبرو ته تيار شي که نه؟

فاکس نيوز کې د سياسي چارو کارپوهې جوديت ميلر ويلي، ټرمپ، چې له کوم وخته له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې وې، تر اوسه د افغانستان په وضعيت کې کوم بدلون نه دی راغلی، د افغانستان له پنځوس سلنه زياته خاوره د طالبانو په واک کې ده او ټرمپ يو ځل بيا له طالبانو سره د سولې خبرو د بيا پيلېدو اعلان وکړ، په داسې حال کې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني له روان وضعيته بشپړ معلومات هم نه لري.

د افغان چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، امريکا او د کابل اداره د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان د خپلو حالاتو او وضعيت له مخې له کابل حکومت سره خبرو او اوربند ته نه دي تيار.

طالبان وايي، د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره له امريکا سره خبرو ته تيار دي، خو دا خبرې به له هغه ځايه پيليږي، چېرته چې درېدلې وې.

ځينې سرچينې وايي، امريکا او طالبان د سولې په تړون کار کوي او کېدای شي په لنډو ورځو کې يوې هوکړې ته ورسيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

داخلی اوخارجی کفاراوس دطالبانوپرنبط ګوټی کړوی چه لاژوندی دی اوکه مړه دوی ندی خبرچه ترشایی دعظیم شان رب کلام پروت دۍ هیڅ وخت به دکفارومقصد نسی حاصل دجهادعظم دقیامت ترراتلونه خطمیږی

نواب
میلمه
نواب

سوله که دترمپ دانتخاباتو لپاره کمپاین؟
تول تحلیل کونکی،سیاست مدارانو، کارپوهانو،تراوسه خبره کری او کوی یی چه سوله رازی نظر په مختلفو دلایلو اوماهم باورکاوه،خو زمانظر بدل شو زه وایم دا درامه صرف دترمپ دکمپاین برخه ده.دلیل داد چه موافقه شوی مسوده بشپره او مسوده ژبارل شوی باید لاسلیک شی اوبس.نور دسه لپاره بیا خبری پیلیدل؟
۱۱ میاشتی زه پدی باور وم چه سوله کیژی خو اوس نه.

جميل
میلمه
جميل

دا ټوله چی د اوربند او د خاينو غلامانو سره د سپيڅلو طالبانو مذاکرات زمزمه کوی دا بيشعوره او ناپوه قطعاََ طالبان نه پيژنی ، که يی پيژندلای داسی هوايی او بيځايه هيلی به نه کولای .