افغانستان

حوا نورستاني: د خنډونو او احتجاجونو په صورت کې د ټاکنو پایلې نه اعلانوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشرې حوا عالم نورستاني ويلي، که د ټاکنيزو ټيمونو له لوري د دوی پر وړاندې خنډونه او احتجاجونه دوام وکړي، دوی به د ټاکنو پایلې اعلان نه کړي.

مېرمن نورستاني وايي، ټاکنيز ټيمونه بايد کميسيون ته اجازه ورکړي، تر څو په اوو پاتې ولايتونو کې هم د ولسمشريزو ټاکنو رايې وشمېرل شي. «موږ اړ يو، چې يو ځل بيا کينو او د ټاکنو پایلې له خلکو سره شريکې کړو.»

د ولسمشيزو ټاکنو معترضو نوماندانو عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار او رحمت الله نبيل پلويانو په اوو ولايتونو کې ټاکنيز دفترونه تړلي او د رايو د بيا شمېرلو مخنیوی يې کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون منشي حبیب الرحمن ننګ ويلي، دوی د ټاکنو له خپلواک کميسيونه غوښتي، چې د قانون په رڼا کې د ټاکنو له کميسيون سره مرسته وکړي.

د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو شورا ويلي، ټاکنې بحران ته تللي، پايلې يې د منلوړ وړ نه دي او بايد د ملي مشارکت يو حکومت اعلان شي، چې ټولو نوماندانو ته په کې ونډه ورکړل شي، خو ارګ د نوماندانو دا غوښتنه رد کړې او بې ځايه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx