نظــر

د ډاکټر ناکامورا د ژوند څو کیسې

واحد فقيري

کاکا مراد په ۱۹۸۰ کي جاپان پرېښود، او افغانستان او پاکستان ته د پیس مرض د معالجې لپاره ولاړی. خو کاکا مراد ډېر ژر پدې پوه سو چي په افغانستان کي وچکالي او د پاکو اوبو نه شتون دونه زیات خلګ وژني چي د ده کلینک يې د علاج او ژغورولو توان نه لري.

کاکا مراد به ویل،«یو ډاکټر مریضان یو یو معاینه کوي،‌ مګر د اوبو لګولو کانال د بسته کلي سره مرسته کوي. زه هله خوشحاله سم چي یو بسته کلی بېرته راژوندی او زرغون سي.»

کاکا مراد د ۲۰۰۰ په کلونو کي، د جاپان د اوبو لګولو لرغوني تکنیکونه بېرته راژوندي کړل. هغه د اوبو د کانالونو په مټ قریب د یو میلون افغانانو ژوند بدل کړ.

کاکا مراد ۷۳ کلن وو. هغه په پښتو رواني خبري کولای سوای. د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي،«هغه موږ ته د ژوند کولو لاري چاري راوښودلې. هغه زموږ سره د مځکو په آبادولو کي مرسته وکړه.‌ هغه زموږ مشر او رهنما وو.»

کاکا مراد په ۱۹۴۶ کي زېږېدلی وو. هغه ۳۰ کلن وو چي افغانستان ته د لومړي ځل لپاره تللی وو. کاکا مراد د افغانستان له غرونو سره مینه لرله. او د حشراتو د مطالعې سره خاصه علاقه لرله.

کاکا مراد عقیده لرله چي د افغانانو ژوند طبابت نه سي ژغورلای، بلکي ګډ کار او انکشافي پروژې نجات ورکولای سي. هغه باور لاره چي د اشر کارونه یوه غریبه ټولنه له اقتصادي مشکلاتو څخه ژغورلای سي.

ډاکټر ناکامورا عقیده لرله چي فقر او بېکاري خلګ افراطیت ته کشوي. او په افغانستان کي فقر د جنګ او افراطیت عمده دلیل دی.

کاکا مراد عموما خپله هم شاقه کارونه کول، او د ننګرهار په ۵۰ درجې ګرمي کي یې فزیکي کار کاوه.

ډاکټر ناکامورا د جلال آباد په ښار کي څلورو کسانو قتل کړ. هغوی په یوه رستوران کي ورته پټ ول، کله چي د کاکا مراد موټر ورنژدې سو، هغوی د سړک له دواړوو خواوو څخه باړونه باندي وچلول. هغوی مولونه نه ول وهلي. کله چي یې کاکا مراد او د هغه ملګري قتل کړل،‌ بېرته آرام په خپل موټر کي کښېناستل، او پر خپله تړه ولاړل.

د کاکا مراد ۶۶ کلنه مېرمن وايي ما غوښتل چي هغه په جاپان کي پاته سي، خو هغه د خپلو کارونو سره خاصه مینه لرله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
دولت او طالیبان نه غواړی چه افغان ولس په خیټه موړ شی،که چیری ولس پوره خواړه ولری نو بیا دولت ته عسکر، او طالیب ته جنګیالی نه پیدا کیږی،
نو د خپلو بادارنو(پنجاب امریکا)په امر سره کاکا مراد له مخه لیری کړ،
تر څو چه لوږه تنده وی،جنګ به جاری وی،،،،،،
کاکا مراد د لوږی تندی بیخ بنیاد د کنړ سیند په برکت ختم کوه،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x