افغانستان

حکمتيار: د ټاکنيز بحران د حل لپاره بايد لنډمهالی حکومت رامنځته شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي ګوند مشر او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې «د سولې او اسلامي عدالت» ټاکنيز ټيم مشر ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې د خپلو پلويانو يوې احتجاجي غونډې ته وويل، که ټاکنې دوهم پړاو ته ځي، بايد لنډمهالی حکومت رامنځته شي او نورو شفافو ټاکنو ته زمينه برابره شي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه: «که د میزان د شپږمې نېټې ولسمشريزو ټاکنو پايلې باطلې اعلان شي او دوهم پړاو ټاکنو ته اړتيا پېښه شي، نو موږ د ټولو لوریو په خوښه لنډمهالي حکومت ته اړتيا لرو او د دغه لنډمهالي حکومت په سرپرسۍ کې به شفافې ټاکنې ترسره شي.»

نوموړي ټينګار وکړ، چې د ټاکنيز بحران د حل او همدارنګه د سولې لپاره هم لنډمهالی حکومت تر ټولو غوره چانس  او اړتيا ده.

د حزب اسلامي ګوند مشر يو ځل بيا تور پورې کړ، چې دولتي چارواکو په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ کړي دي.

د حکمتيار په وينا د ټاکنو کميسيون کار کوونکو، د درمالوګ کمپنۍ، د ولسوالانو او امنيتي مسؤولينو په ملتيا ۲۴۰۰ بايوميټرک ماشينونه غلا کړي او د حکومتي ټاکنيز ټيم په ملاتړ يې درغلي کړې ده.

هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو رايې دې له سره وشمېرل شي او تر څو، چې پاکې او ناپاکې رايې نه وي سره جلا شوي، د ټاکنو کميسيون دې د رايو له اعلانولو ډډه وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

په دا سپينه ږيره او توره لنګی دا بګيل د حربی کفارو تر بيرغ لاندی په يوه اسلامی او کفر شکنه هيواد کی د رڼو ټاکنو خوبونه وينی ، خپل اهل او اقارب خو يی په پيخر خطا ايستل ، نور خدای ساتلی نسی تيرايستلای .

سیدزرغون شاه آغا

ای د افغانانو قاتله، ای د افغانانو وینی چښونکی، ای د افغانانود بد بختیو عامله، ای د افغانانود کرکی شیه، ته په کم شرم او خوله ناری وهی. په دغه نالی خوله دی د اسلام مقدس دین ناری وهلی، او اوس په دغه مرداره خوله ای د افغان دوستی ناری وهی. الله اوه دوږخه ځای که.

عبدالله

مرحوم مولوی خالص به وای ویل چی گلبدین د اور پرتوگ دی که سری اغوندی په سوزی که یی غورزوی نو بی پردی کیژی.
نو کله حکمتیار د نظام دباندی وو هم چندان شی نه وو چی نظام ته راغلی هم چندان شی نه دی د پاکستان طرحه وراندی کوی.
بل زای کی مولوی خالص وایی چی د حکمتیار او سیاف پر ایمان زما شک دی. بس خدای پاک دی هدایت کری که ازلی بد بخت وی خدای دی زینی خلاص کری.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx