افغانستان

کندوز کې د دوو قومندانانو په شمول ۱۴ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کندوز ولايت په امام صیب ولسوالۍ کې طالبانو د پوليسو يوه قرارګاه نيولې، د دوو قومندانانو په شمول يې څوارلس پوليس وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د کندوز ولايت امنيه قومندان عبدالرشيد بشير ويلي، طالبانو تېره شپه د امام صیب ولسوالۍ په روستای کُنجک سيمه کې د پوليسو پر قرارګاه ډله ييز برید کړی، چې له امله يې نهه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی  دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د امام صیب ولسوالۍ جوی بيګم سيمه کې د دوی جنګياليو د پوليسو قرارګاه نيولې، د قومندان ظاهر او رسول په شمول يې څوارلس پوليس وژلي، څلور يې ټپيان کړي او قومندان تاج محمد يې له خپلو دوو ساتونکو سره ژوندی نیولی دی.

د ښاغلي مجاهد په وينا په دغو عملياتو کې يې درې ټانکونه ويجاړ کړي او ګڼ شمېر وسلې يې هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x