
زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له کابل څخه قطر ته رسېدلی دی.
راپورونه وايي چې ښايي خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې بيا پيل کړي، خو تر اوسه زلمي خليلزاد او يا هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو څه نه دي ويلي.
زلمي خليلزاد تر دې وړاندې دوه ورځې په کابل کې تيرې کړې او دلته يې د حکومت له مشرانو سره د سولې په تړاو خبرې وکړې او له حکومت څخه يې د سولې د مذاکراتو په اړه د يو ټولشموله ټيم جوړولو غوښتنه کړې وه.
د شنونکو په بارو که د طالبانو او امريکا تر منځ د افغان سولې درېدلې خبرې بيا پيل شي؛ ښايي دواړه لوري دا ځل يوې موافقې ته ورسیږي.