
امريکايي اډه کې سعودي محصل ۱۲ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا فلوريډا ايالت په پوځي اډه کې د هوايي ځواک يو سعودي محصل پر امريکايي پوځيانو ډزې کړي، چې له امله يې تر لږه څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
امريکايي رسنيو ليکلي، بريدګر د محمد سعيد الشمراني په نوم د هوايي ځواک سعودي محصل و او نوموړی هم د امريکايي عسکرو په ځوابي برید کې وژل شوی دی.
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او د بهرنيو چارو وزارت دا برید غندلی او ستر جرم يې بللی دی.
د سعودي پاچا د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د تيليفوني خبرو پر مهال په دې پېښه خواشيني ښودلې او دا يې نه بښونکی کرکجن جرم بللی دی.
د سعودي د بهرنيو چارو وزارت هم په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دغه کرکجن جرم د سعودي ولس استازولي نه کوي او د پېښې په تړاو يې له امريکايي چارواکو سره د هر ډول څېړنو ژمنه کړې ده.
له تېرې يوې اونۍ راهيسې دا دوهم ځل دی، چې د فلوريډا په پنسا کولا پوځي اډه کې ورته پېښه رامنځته کيږي.
د تېرې چهار شنبې په ورځ هم د امريکايي د سمندري ځواک يوه افسر خپل دوه همکاران وژلي و.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پېښې له قربانيانو او کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي، چې د پېښې په اړه يې راپور ترلاسه کړی دی.
داډیره دقدوړپیښه ده اوس به کفارپه هیڅ ملک کی پرمسلمانانوباورنه کوی او مسلمانان به هرچیری دکفاروملګری اودوستی نکوی، لکه چه الله فرمایی:دیهودواونصار راوودوستی مکوی اوڅوک چه له تاسودددوی دوستی کوی ددوی له جملی دۍ(۵-المائده- ۵۱)دسعودی حکومت ددوی دجملی دۍ په ملیاردودمسلمانانودحجو اوعمروپیسی کفاروته دمسلمانانودقتل عام دپاره ورکوی – دوی کاڼه اوړانده دی په مصر،افغانستان، فستین،عراق اونورواسلامی ملکوکی دناټواواسرئیلوقتلونه.عبدالواحد اڅګزۍ