نظــر

د غني فرمان: سیداباد ونړوئ چې نیویارک امن شي!

زخمي افغان

زموږ تاریخ لکه څنګه چې اسمانڅکي اتلان لري همداسې د سرټیټو ګوډاګیانو او مړتتانو څو بیلګې هم لري. د ګوډاګیانو یوه پیژندل شوې څیره شاشجاع دی، شاشجاع چې افغانستان ته د انګریزانو په راوستلو ملامت او د تاریخ مجرم پیژندل شوی، ګناه یې دا وه چې په ۱۸۳۹ م کال کې د انګریزي لښکر په بدرګه پر افغانستان راغی او د کابل تخت یې قبضه کړ.

شاشجاع به ګوډاګی و، د کفارو ملګری به و او بل هر الزام پرې لګولای شو، اما دومره بې غیرته، بې نسبه او بې اصالته نه و چې د لندن د انګریزي ماڼیو د خوندیتوب لپاره د خپلو بې چاره هیوادوالو خټینې کوډلې له خاورو سره خاورې  او د ودانو کلیو د قصدي تخریب قومنده صادره کړي.

دې وطن ببرک کارمل هم درلود، خو کله یې هم دا نه و ویلي چې افغانستان وران کړئ تر څو ماسکو او لنین ګراد په امن شي. اما راشئ د نن زمانې امریکایي ګوډاګي اشرف غني ته چې د خپلو صلیبي بادارانو د کفري عقدې د سړولو لپاره پر افغان اولس د قسما قسم مظالمو سرچپه میچنې چلوي.

څه موده وړاندې اریانا تیلویزیون او ګڼو نورو رسنیو راپور ورکړ، چې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې ګوډاګیانو د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د عمومي سرک له غاړې سره  د افغان اولس ۸۰ کورونه نړولي دي. د دې کورونو خلک وایي چې له هیڅ وسلوالې ډلې سره تړاو نه لري، عام افغانان دي او د کورونو یوازینۍ ګناه یې دا وه چې عمومي سرک ته نږدې ول. دوی وایي همدا کورونه یې د ټول ژوند سرمایه وه، د مني په دې ساړه موسم کې چې په میدان وردګ او نورو مرکزي سیمو کې هوا ډیره سړه ده، د دومره ډیرو خلکو بې کوري یوه بله بشري فاجعه ده. ځکه دا خلک نه دومره وس لري چې ځان ته نور کورونه جوړي او نه یې هم څوک په غم او کیسه کي دي. ځکه د دوی کورونه د کابل د حکومت لخوا د طالبانو د پلوی په جرم په نړول شوي دي.

په سید اباد او نورو سیمو کې د بېچاره افغانانو کورونه او ملکیتونه د هغو ځانګړو ځواکونو لخوا نړول کیږي چې شپني عملیات ترسره کوي. اشرف غني چې کله ددې قاتلو ځواکونو په قرارګاه کې د خطابې میز ته پورته شي نو تر خبرې وړاندې او وروسته همدا ټکی تکراروي چې ( ستاسو قرباني او عملیات د دې لپاره دي چې نیویارک امن شي. دا ستاسو د عملیاتو برکت دی چې په واشنګټن او لاس انجلس کې چاودنې نه کیږي)

که د تروریستانو تر عنوان لاندې د بې ګناه افغانانو قتل عام د نیو یارک د امن لپاره وي نو پوښتنه دا ده چې د سید اباد خټینو کورونو څه ګناه کړې وه؟؟ دغه غریبانه جونګړې خو د ځمکې د کُرې په بل اړخ پرتې دي،له نیویارک څخه لسګونه زره کیلومتره لرې دي، نه پوهیږو د دغو جونګړو د نیویارک له ماڼیو سره څه مناسبت و چې دغسې د اشرفي قاتلانو لخوا په بمونو تخریب او لوټه لوټه شوې؟؟

خو دا یوازې د وردګو سیداباد نه دی چې خټینې کوډلې یې د اشرف غني په امر د نیویارک او لاس انجلس له ماڼیو ځاریږي. په پکتیا، لوګر، غزني، بغلان او ډیرو نورو ولایاتو کې کټ مټ همدا عملیه روانه ده. د اشرف غني قاتلان هره شپه په ولسي سیمو چاپې اچوي. د خلکو کورونه نړوي، د ځوانانو تر سرونو بارود رسۍ ورتړي او د داعش په شان یې سر له تنې بیلوي، سپین ږیري قتلوي، ښځې او ماشومان د خوب په بسترو کې وژني او . . .  مګر د څه لپاره ؟؟؟ ځواب معلوم دی. . .  د دې لپاره چې د ټامي بابا د خرمستیو وطن او د ده د نازولو اولادونو د هوسبازۍ ټاټوبی (نیویارک او لاس انجلس) په امن شي.

هو کې، همدا د اشرف غني د تفکر او ستراتيژۍ ټوله خلاصه ده. نوموړي چې ځان یې د نړۍ دوهم متفکر باله، دې ولس ته یې له بې کارۍ، قتلونو، غلا، لوټمارۍ، بدنامۍ او فحاشۍ وروسته  آخرین ارمغان همدا و چې ( سیدا باد ونړوئ تر څو نیویارک امن شي)

د افغانستان لپاره د اشرف غني د لرلید خلاصه همدا ده چې سیداباد ونړوئ، زرمت بمبار کړئ، شیرزاد په وینو ولمبوئ، لوګر په اور وسوځئ، شلګر او دهیک له خاورو سره برابر کړئ، تر څو نیویارک په امن شي او په لاس انجلس کې چاودنه ونه شي.

تاریخ به ډیر سرټیټي او ګوډاګیان لیدلي وي خو په دې کچه د خپل اولس غدار او د ملت جفاکار یې ښایي په تصور کې هم نه وي راغلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Alham

زه دیر حیران یم چه اصلی مزدور غلام نوکر د تور لنگیو پنجابیانو کوم خلک دی . ایا هغه متل دی چه وایی د پاکستانیانو ##مه خوری چه ددالو ## انرزی نلری نو که چیری ستا انتقاد او غلامی یوه گوته غنی ته ده 4 گوتی ستا خپل وجود ته ده .ایا ته له خپل وجوده خبریی تول وجود ستاسو مکروبی ده هغه هم د پاکستانی مکروب ایا تاسی د افغانستان خلک قبلوی افغانستان یهود قبلوی خو ستاسی منافقان بی غیرته او بی همته نه قبلوی

جاوید وردګ

بلکل

مؤمن

د نیویارک په دې فاحشه دې لعنت وي په هغو چې له دې فاحشې سره خواخوږي لري دې هم لعنت وي. وخت به راڅي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري بیا به حساب کوو له خیره.

عبد الله

زخمی افغانه!
اشرف غنی یی غلام اوظالم. نو ستا طرحه سه؟ سنګه د کونر سیند مهارکرو؟ سنګه د تور پنچاب مخه ونیسو؟سنګه خپل مکاتب او مدارس وساتو؟ سنګه معامله دهغو سره کرو چی زموز پل پلچک ورانوی؟

غمی.پښتین

عبدالله جانه سلامونه.
هو د کنړ سیند مهار کولو لپاره ،د غرونو په سر کینو، او په چف چف چف چف چفکیو یی مهار کوو،

عبدالله

سلامونه پشتین صاحب، دا وار که اشرف غنی چی غوربندی او جمیل یی هر شی یادوی ددوی کار دی خو که واک ته ورسید دا ارمان به دی پوره شی ان شاءالله.زه شخصا د عقیدوی لحاظه د اشرف غنی سره جور نه یم خو د لنده غرو او زوراکو سره یی برخورد راته شکلی شکاری او هم د وطن د پرمختگ له نظریی سره یی موافق یم. منم چی ظلمونه یی او نواقص هم لری خو خوبیانی هم لری.

جاوید وردګ

دا ټول هسې غاپي نور شکر پدې نه پوهیږی چې پلان څه شی او پرمختګ څه ته وایی؟ دوی ی لکه د بګۍ اسان داسې تربیه کړی فقط چې خلک تیرباسی بس

جميل

محترم افغان صاحب خيرونه مو په نصيب سه . شاه شجاع خاين او غلام و خو په سلسله سره تره کی تر شاه شجاع بد او د دين دښمن هم و ، ببرک بيا تر تره کی لا بيدينه او روسانوته تر هغه ډير وفا داره و ، لچک نجيب ګاو تر دواړو ظالم و ، کرزی بيا خپله مور(وطن) په پنځوسو وحشی داړه مارانو خراپه کړله ، خو دا آخری ليونی مفکر خو په هيڅ هم ندی بند ، پر اسلام دی ملنډی وهی ، دکافری رولا په خبره دی مسلمان ندی او د دی سره کليسا ته ځی… نور لوستل »

غوربندي

دا مردارخور د مسلمان په جامه کې لوی کافر او دده د متعصبې پوچې عقيدې له مخې د کليسا د رضا لپاره د مسلمانانو قتلول د ثواب لپاره کوي اشرف غني چې له ګوډاګي کرزي وروسته د يوه خورا پياوړي تبليغاتي ماشين په مټ را ميدان ته کړل شو نو هماغه وخت مې طالبانو کرامو ته مشوره ورکړه چې دا خبيث د يوې شرعي فتوی د اصدار په مټ مرتد اعلان کړي،،، او که چيرته دا ډول شرعي امر د دوی له معتدلې او متوازنې سوچه عقيدې سره اړخ نه لګوي نو بيا دې يې هرو مرو په يوه وحشت… نور لوستل »

میوند وردګ

### پدې پوچ دلیل. ### د اسلام له نامه بده استفاده کوی. تر اوسه دې کله کلیسا هېواد کې لیدلی که هسې ###. سمه ده ظلم یې تر واک لاندې شوی خو تر هغوی تا غوندې ### ډېر کړی. شکر الحمدلله چې اخرت ستا غوندې ### په لاس ندی

عبدالله

یا پروردگاره ستاقربان شم چی جنت او دوزخ دداخلیدو واکونه یوازی ستا په لاس کی دی که نه دداسی بی منطقه انسانانو خخه لکه غوربندی سومره مسلمانان دوزخ ته لویدلی وای او یا هم زانمرگی دوزخیان به یی جنت ته اچولی وای. غوربندیه! منم چی اشرف غنی هم ظلم کری، خو که پوشتنه وکم سه یی کری؟ ته به ووایی چی عام خلگ یی وژلی، سید اباد یی خراب کر. ایا تاسو بیگناه خلگ په مسجد کی د خدای تعالی پر عبادت نه دی شهید کری؟ ماشومان مو په زانمرگو کی نه دی شهید کری؟ شرم په کار دی دخدای… نور لوستل »

غوربندي

عبدالله صاحب
زه د جنت او دوزخ ويش نکوم خو تا شانته ړوند هم نه يم چې د اشغالګرو په مظالمو او وحشتونو سترګې مړې کړم او د طالبانو کرامو مميز سپېڅلی جهاد پرديو استخباراتي شبکو ته منسوب کړم.

ستا ټول قيمت دوه سوه ډالره دی تر څو د خپل اسلام دښمنه غني بابا په ملاتړ خلکو ته وغاپئ!

له خدايه مې ډېر ژر يتيمان غوښتي ياست.

جاوید وردګ

ډېر بد یې کړې پدې لیکنه. زه د همدې ملي خیلو یم. دا ملي خیل خدای تباه کړ او طالب اورپکو. دلته سرک تیر دی، او دوی د خوړ د غاړې راځي او له همدې کلي پرې انداخت کوي. نو اوردو یا عسکر خو هم ګل په لاس کې نشي ورکوی. که یوه ګوته بل ته نیسی څلور ځان ته ونیسی. طالب خپله ظلم کوی. په مکتب کې هغه استادان نه پریږدي چې بې پري وي، ټول یې سپک او بې سواده ورکې تخته کړل چې د ملت جنازه یې پورته کړله. د روغتون سره یې ماینونه ما په دې… نور لوستل »

غوربندي

د ملي خيلو اربکيه

ته د نيويارک د امنيت ساتلو په خاطر په کليوالو سيمو وحشي چاپې څنګه زغملای شې؟

زه په دې ښه پوهيدم چې زما په پورته تبصره به د اشرف غني اجرتي سپي خامخا راپيداکيژي.

موسی کلیم

غلامان به د خپلو بادارانو په څېر شرمنده کیږي

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx