افغانستان

طالبان: افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو ډلو د شتون پروپاګند د اشغال د دوام هڅه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې په افغانستان کې د شرقي ترکستان پورې تړلې «یغور» ډلې د فعالیت راپورونه ورکړل شول، طالبانو يې په غبرګون کې دا ډول راپورونه اوازې، پروپاګند او د اشغال د دوام هڅې بللې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «تیره ورځ په ځينو غربي رسنیو کې راپورونه خپاره شول چې ګنې له سوريې هیواد څخه په یوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې په افغانستان کې د شرقي ترکستان (یغور) مجاهدینو کومه ډله شتون لري، وسلې په لاس کې لري او ځينې هاموې ټانګونه او رینجر موټر استعمالوي.»

خبرپاڼه زیاتوي «اسلامي امارت دغه راپورونه په کلکه ردوي، په افغانستان کې د هيڅ بهرني هیواد اتباع شتون نه لري، وروسته له هغه چې په افغانستان باندې د امریکا لخوا یرغل وشو او دلته پراخه جګړه پیل شوه، ټول هغه بهرني مجاهدین او اتباع چې د شوروي سره د جهاد په کلونو کې افغانستان ته راغلي وو، له افغانستان څخه ووتل، اکثره خپلو هیوادونو او ځينې نور يې بعضو عربي هیوادونو ته لاړل چې هلته ورته زمینه برابره شوه.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دا ډول راپورونه د اسلامي امارت او ګاونډیانو تر منځ د بدبیني د ایجاد او د اشغال د دوام هڅه ده.»

ددې تر څنګ په یاده خبرپاڼه کې طالبانو د سیمي هیوادونو ته د مطمئن کېدلو خبره کړې او یاده کړې یې، چې اجازه نه ورکوي د افغانستا خاوره د بل چا په ضد استعمال شي.

په ورته وخت کې، د دفاع وزارت چارواکي بیا په افغانستان کې د یادې ډلې فعالیت مني؛ خو په خبره یې، دا ډله د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ جوړېدای نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اوسنی نړیوال یهودی استعمار ( نظم نوین جهانی ) حتی د پخوانی استعماری قدرتو د اصلیتو او معیارونو سره هم سر نه خوری. اوسنی دون همته اشغال کی غلا، دروغ او درغلی هنر او تقوی ده په اوایلو کی خو د ډیرو وحشی وسلو او پنځوسو وحشی هیوادو سره په ډیر سازو سامان او اخری وحشت یرغل وکړو ، سمدلاسه یی په ړندو بمباریو په لکونو بی ګناه او بی دفاع افغان د وحشی روسانو په شان له تیغه تیر کړل ، لاپی یی کولی چه طالبان به په اونیو او لا میاشتو کی محوه او یا مهار کړی روغی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x