افغانستان

خلیلزاد د سولې تړون د نهايي کولو لپاره په قطر کې له طالبانو سره رسمي خبرې پيل کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له کابل وروسته تېره شپه قطر ته رسېدلی او نن سهار يو ځل بيا امريکايي او طالب ډيپلوماټانو د سولې تړون په نهايي کولو رسمي خبرې پيل کړې.

تېره ورځ د طالبانو سياسي مرستيال او قطر دفتر مشر ملا برادر اخند او خلیلزاد ترمنځ د کوچنيو ټيمونو په ملتيا ناسته وشوه او نن سهار پر ځايي وخت لس بجې يو ځل بيا د دواړو لوريو ټيمونو رسمي ناسته پيل کړه.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، ښايي تر راتلونکې يوې اونۍ د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک او د بهرنيو ځواکونو د وتلو نېټه معلومه شي.

طالبان وايي، د افغانستان سولې لپاره د ټولو بهرنيو پوځيانو وتل اړين دي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

امريکا او طالبانو تېر کال هم د افغانستان روان بحران د سوله ييز حل لپاره مخامخ خبرې پيل کړې وې، له نهه پړاوو مذاکراتو وروسته دواړه لوري د خبرو په نهايي کولو سلا شوي وو، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان کال په سپتمبر کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، خو له شاوخوا دوو مياشتو ځنډ وروسته زلمي خلیلزاد يو ځل بيا د سولې په موخه خپل سفرونه پيل کړل او د مذاکراتو بيا پيلېدو په نيت يې له طالبانو سره د بنديانو دوه ځله تبادلې وکړې.

په تېرو خبرو کې د طالبانو غوښتنه دا وه، چې ټول امريکايي او ايتلافي ځواکونه به له افغانستانه وځي او په مقابل کې به يې طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د امريکا په شمول د نورو بهرنيو هېوادونو پر خلاف وکاروي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، که د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي، له دې سره به په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه راکمه او بین الافغاني خبرو ته به زمينه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

موافقه شوی مسوده بشپره شوی او ژبارل شوی که امریکایان یی باید پرته له زنده نه پرته له وخت ضایع کولو لاسلیکوی خو شه خبره ده،او کنه طالبان د پوه شی چه داخبیث ترمپ دخپلو انتخاباتو لپاره کمپاین کوی،اوخلک به پرتاسو وخاندی چه وی غولولی.

ابو محمد الفاروقي

ماته هم داسي خكاري
د ترامب يو انتخاباتي كمفاين دي

کندهاری

د دې امريکايي اشغالګرو سره خو به د هغو د عسکرو د وتلو په هکله سوله په يو ډول وسي، (په افغانستان کي نور جنګ د دوی په ګټه نه ښکاري)، خو د دې داخلي لېوانو سره به څه کوو، د دوی خو د جګړې له امله خولۍ په غوړو کي ده . دوی خو اوس د دغو امريکايي ځواکونو په کنترول کي دي، کله چي امريکايان له هيواده ووزي ، د هغو ډالر پر بند سي او ښه وږي سي او په هيواد کي باد او بدمه وي او دوی ميدان ښه چغالي وويني، نو د دې بې وزلي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x