
افغانستان: ستره لوبه (مستند فلم) پښتو ته وژباړل شو / ویډیو
لیکوال: روري سټیورټ.
لارښود: آیین سکلی او اولی لامبرټ
ژباړن او لومړی نطاق: حسان زلمی.
دویم نطاق: حاکیمي.
لومړی برخه:
په دې برخه کي جناب روري سټیورټ د افغان انګلیس جګړو په اړه چي په نولسمه پيړی کي رامینځته سوي وې کیسه کوي، برطانیا افغانستان ولي؟ او څه ډول اشغال کړ؟ او د افغانانو له څه ډول خونړي مقاومت سره مخامخ سول؟ او کوم برخلیک يې په برخه سو؟ څه ډول يې د افغانانو د غرور په وړاندي سرټیټ کړی وو؟ او بیا وروسته افغانانو له خپلي ازادی سره څه سلوک وکړ؟ ولي د غربي تهذیب تپونکي اولسمشر د افغانانو لخوا پسي واخیستل سو؟ جناب روري سټیورټ د یادو سوالونه جوابونه د افغان انګلیس جګړو او جریان تاریخ په خورا شد ومد پکښي تشریح کړیدی، او په اړه يې د افغانانو او نړیوالو تاریخي شناندانو مرکې او رایې هم راخیستي دي.
ایمان یوټیوب چینل هڅه کړېده تر څو د روري سټیورټ لخوا د دې ستري لوبي لومړی برخه وژباړي، تاسو کولای شئ د ایمان یوټیوب چینل لخوا يې د لاندي لینک له لاري وګورئ.
ماشاءالله ډيره خوندوره ترجمه د فلمونه شوي
د ” ستری ” لوبی ادامه بله ستره لوبه ده، هغه دا چی : زموږ ټول افکار او عقائد او فرهنګی او ملی ارزښتونه ” تجزیه ” سوه یا د تجزئې په حال کی دی خو ددې تجزئې د عملئې څخه د ” ستری لوبی ” لوبغاړو داسی محلول جوړ کړ چی: نن زما په وطن کی زما وطندار ( احمد) ( محمود) ته د ټولو ناخوالو د مسبب پتوګه ګوری او ( محمود ) زما بل وطندار ( احمد) ته د ټولو غمیزو د مسبب پتوګه ګوری ظاهراً هم د ( احمد) خبره سمه ده او هم د (… نور لوستل »