روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: ملاریا په هرو دوه دقیقو کې د یوه ماشوم ژوند اخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په نړۍ کې د ملاریا ناروغي یو له زیات ژوند اخیستونکو ناروغیو څخه ده خو د غوره تشخیص او درملنې پر اساس یې اوس کچه ټيټه شوې ده.

یاد سازمان زیاتوي چې ملاریا هر کال له ۴۰۰زره زیاتو ماشومانو ژوند اخلي، ددې زیاتره برخه په افریقایي هېوادونو کې پېښیږي.

د ملاریا د رامنځته کېدو ستر لاملونه؛ نمجنه هوا، ولاړې اوبه او د وګړو ډیروالی دی، ددې نښې؛ تبه، د بدن لړزیدل، خوله کول، اشتها له منځه تلل او د ځان درد دي، او د ملاریا ماشو له کبله یو بل ته انتقالیږي چې د ماشومانو د مړینې یو لوی لامل ګڼل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ګوته کوي چې ملاریا په هرو دوه دقیقو کې یو ماشوم وژني، دوی خبرداری ورکوي چې په ځینو هېوادونو کې د ناروغۍ کنترول لپاره تمویل عموما ضعیف دی.

بلخوا د افغانستان روغتیا وزارت ویلي دي چې په هېواد کې د پخوا په پرتله غوره تشخیص او درملنې د ملاریا له کبله د مړینې کچه ټيټه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي چې د نړۍ نیمایي نفوس ددې ناروغۍ د خطر سره مخ دي، دا ناروغي د ماشو له لارې په پراخه کچه خپریږي، خو د تشخیص او درملنې ډيروالي یې په کچه کې ټيټوالی راوستی دی.

د ملګرو ملتونو ادراې (یونیسف) وایي چې د ملاریا د مړینې زیاتې پېښې په سویلي افریقا هېواد کې پېښيږي چې په سلو کې ۹۰سلنه دي، همدا راز هر کال نړۍ کې ۲۱۲ ملیونه وګړي پر دغه ناروغۍ اخته کیږي.

د ملاریا نړیوال ماهر بدرو الونسو رسنیو ته وویل چې د پخوا په پرتله په ملاریا ناروغۍ کې کموالی راغلی دی، نوموړی زیاتوي چې په ۲۰۱۵م کال کې د ملاریا ناروغۍ کچه له ۲۳۹ ملیونو څخه ۲۱۴ ملیونو ته راښکته شوې، او په کال کې د مړینو شمېره په ۲۰۱۳م کال کې له ۶۰۷زرو څخه ۵۰۰زرو ته راټيټه شوې وه.

دغه راز په ۲۰۱۸م کال کې د ملاریا پېښې له ۲۳۱ ملیونو څخه ۲۲۸ ملیونو ته راښکته شوي، حال دا چې د مړینې پېښې یې له ۴۱۴زرو څخه ۴۰۴زرو ته راښکته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور په پایله کې موندل شوې چې په افریقا کې د ملاریا ناروغۍ تر ټولو لوړه کچه په ماشومانو او امیندوارو میرمنو کې ده، دغه ناروغي پر ماشومانو اغیز کوي چې شاوخوا ۹۰۰زره ماشومان له خپل حالت څخه کم په وزن زیږول کیږي، دا په راتلونکي کې ددوی روغتیا لپاره لوی خطر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x