شعـــــرونه

غزل؛ هلال مهاجر

هلال مهاجر

هر چاته چي نیت وکړو پرځوو یې بیا ضرور
که هرڅو کبرجن وي او که څومره وي مغرور

رانیسو زورور له ګریوانه راڅملوو یې
پریږدو یې نه ترهغو چي مو نه وي رانسکور

کمزورو ته سلام کړو په سینو پوری یي نیسو
زورګیرو ته ورښیو لږ د خپلو مټو زور

راځي چي په غرور په دبدبه اوپه مستۍ وی
واپس ځي ټیټې سترګې شرمیدلي او مختور

مغرور مغرور ځواکونه قوتونه دلته راشي
خو شکر ده دخدای چی مو شړلي له دې کور

زلمي داستشهاد یې چي کیمپو باندي ور درومي
وي خاوره د وطن به اشغالګرو ته تنور

چي ستا دغه سپیڅلی کلک دریځ وي برادره
راځي به خلیلزاد ګوره بیا زر د میز په لور

داخاوره دا ټاټوبی بس د داسی شازلمو دی
چي څنګه یی هلال کړی په شعر کي انځور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x