nawak1212
دادمحمد ناوک

انسان د خولې شاته دی!

دادمحمد ناوک

دا قول مې د حضرت علي کرم الله وجهه پر حواله لوستی و، چې انسان د خولې شاته ناست دی او له خبرو يې پېژندنه کېږي، «وغږېږه ته د خولې شاته ناست يې، چې خلک دې وپېژنې!»، خبرې اترې نه یوازې د انسان ځيرکتیا او کمزوري په ډاګه کولی شي، بلکې ډېرې نغاړل شوې غوښتنې، پټ فکر او ناویلې خبرې يې هم حتی له یوې کلمې معلومېدلی شي.
په ادبي مسائلو کې په هنري اثارو کې د هنرمند کرکټر له ورایه ښکاري، که څوک څو کاله وړاندې هم وفات شوی وي، خو له اثارو يې معلومولی شو، چې څنګه څوک و او تر ظاهري فزیکي څېرې ور ها خوا يې طرز تفکر، ارمان، غوښتنې او اندېښنې څه وې؟ په رسمي خبرو اترو کې له خبرو سره لا احتیاط پکار دی، خو حتی له ملګرو سره په عادي خبرو کې هم که ځير شو، پر یو څو کلمو له فکر وروسته سړی پوهېږي چې ملګری مې زما تر شته پېژندنې ور ها خوا نور څوک دی؟

فرویډ، د انسان په پېژندنه کې حتی د خولې له خطا کېدو هم جالبه استفاده مهمه بولي، د هغه پر حواله مې یوه پاړسي کتاب کې لوستي و، کله چې له یو چا نه د خبرو په وخت کې خوله غلطه شي نو دا غلطي موږ ته د هغه د هغو غوښتنو اظهار کوي، چې د ده پر وینا د بېلابېلو علتونو له امله يې «لاشعور» ته ټېل وهلې دي، له یو لوړ پوړي چارواکي سره پر ځينو مهمو پېښو غږېدلو، یو ملګري مو ورته د یوې امنیتي پېښې کیسه کوله، نو ويې ویل: «تر شلو ډېر پولیس وژل شوي و، شهیدان شوي و…» چې خبرې مو خلاصې شوې، د باندې مې ورته وویل، چې له پولیسو سره دې د وژل کېدو او شهید کېدو دواړو یادونې ستا اصلي فکر را ښکاره کړ، ځکه مقابل لوری پوهېده، چې ستا خولې ته درغلې لومړۍ کلمه «وژل» ستا د عادي ژبي او عادي فکر بیان دی، خو دویم ځل چې دې ورسره «شهید» تکرار کړ، هغه دې د مصنوعيت او مقابل لوري د خوښۍ ناکامه دویمه څېره ده.

په دې برخه کې نه یوازې، عادي راوانې خبرې او یا هم د فرویډ له خولې د خولې خطا کېدل، د انسان پټ هوئت را په ډاګه کولی شي، بلکې ډېری تکیه کلامونه د انسان رواني کیفت راته تشریح کوي، په تکلیه کلامونو کې ځينې له ټولنیزو اغېزو تقلیدي اخیستل کېږي، خو ډېری برخه د انسان له داخله راته کیسه کوي، زما د خدای بښلي پلار تکیه کلام «پسې راتېر شه» و؛ دې تکیه کلام کې خبرې کوونکي ته مقابل لوری ښه غوږ نیونکی، خپل ځان ورته د موضوع بریالی تشریح کوونکی او د ډېرو خبرو کوونکی ښکاري، انګېري چې مقابل لوری يې له خبرو ستړی شوی نه دی او د تسلسل لپاره باید د ده د خبرو لړۍ ته هم پام وکړي، د دې تر څنګ ډېری وخت د داسې تکیه کلام لرونکي کسان اورېدونکی تشریح کېدونکې موضوع ته اړ بولي.

«ومنه!» به د یو بل تکیه کلام په ډول را واخلو، دا ډول خلک فکر کوي چې مقابل لوري ته يې خبرې اترې د باور وړ نه ښکاري، موضوع ورته د لچسپه نه ده، یا هم ده ته ارزښت نه ورکوي، دا تکیه کلام که تقلیدي اخیستل شوی وي، نو ښايي پورته ځانګړنې يې په ویونکي کې ډېرې نه وي، خو که پخپله يې تکیه کلام شوی وي، نو ښايي داسې دوره يې هم تېره کړې وه، چې د خپلو خبرو منلو لپاره يې مقابل لوري ته حتی د زارۍ تر بریده د منلو غږونه کړي وي او په ډېری وختو کې يې خبرې رټل شوې وې. د دې تر څنګ که د ښوونکو تکیه کلامونو ته پام وکړئ، ډېری يې داسې تکیه کلامونه لري: «پوی نه شوې، ورته فکر دې دی، پام دې دی، ماته غوږ شه..» همداسې د هرې دندې یا هم د ټولنې د هر قشر کسان د خپل پټ اړخ د څرګندتیا لپاره مناسب تکیه کلامونه هم لري او ښايي نا مناسب هم وي، د ښوونکو تکیه کلامونه کېدای شي تقلیدي یا هم د خپل چاپیریال نه اخیستل شوي وي، خو د هغه د کرکټر په پېژندنه کې مرسته کوي او حتی دا هم راښيي، چې له هغه نه خپل مقابل لوری ورک دی او هر چېرته انګېري چې خپل زده کوونکي ته لیګا دی.

د دریځ پر سر ویناوال په ډېر وضاحت سره د خپلې وینا له لارې خپل ځانونه معرفي کوي، هغوی چې پر خپلو خبرو ډېر بې باوره وي، نو سیاسیون يې د لوړ غږ، مېز دربولو او تکراري شعارونو له لارې غواړي ځان مطرح او مهم وښيي، په فرهنګي او دیني مسائلو کې ویناوال بیا د مخاطب صیغې په کارولو سره دا فکر تلقینول غواړي، چې دوی له شته موضوعاتو، لوړ، لرې یا هم پاک دي.

له غږیزې وینا پرته همدا لیکلې کرښې هم د انسان هویت په ډاګه کوي، دلته حتی یوه کلمه چې ښايي بدیلونه يې هم موجود وي، د لیکوال نږدې ټول هویت د لوستونکي مخې ته ږدي، نو که ځیرک اورېدونکي یا هم ځيرک لوستونکي واوسو، له څو غږونو او څو کلمو حتی پټې څېرې، پټ فکرونه او نغښتي مخونه پېژندلی شو. د دې تر څنګ هم وینا او هم لیکنه د یو دروند مسوولیت له مخې باید وشي، په خواله رسنیو کې چې د خبرو بې بندوباره ازادي ده، د انسانانو تر منځ له فزیکي پېژندنې پرته رواني پېژندنه دومره پیاوړې شوې، چې ډېری ښه پېژندل شوي اشخاص بد او بد يې ښه معرفي شوي دي، د دې علت دا دی چې ځينو کسانو د خپلو بې مسوولیته لیکنو له لارې خپل ځانونه پوره معرفي کړي، دې پوره والي هغه مقابل لوري ته پوره لوی «زوم» کړی او هر څه چې تر خپلې طبعي اندازې ډېر لوی کړل شي، تر ذره بین لاندې ونیول شي، نو خامیانې يې لا را بربنډېږي او ښېګړې يې ځکه نادیده نیول کېږي، چې انسان که ښېګړه ونه لري هم، خو تمثیل يې کوي، یعنې ظاهراً يې هم مقابل لوری لیدلی شي، خو مقابل لوري ته جذاب اړخ هغه وي چې له نا ویلو، پټو او نغښتو اړخونو خبر شي.

۱۳۹۷-۱۰-۲۳- کابل

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د