شعـــــرونه

نيمګړې دنيا

سید عبیدالله نادر

څوک د نیمګړی ارمانو سره ځي
څوک د دردونو طوفانو سره ځي

څوک وي بې باکه له حساب و کتاب
څوک د ګناه، له سیلابو سره ځي

څو بې احسـاسه بې نشانه شي مړ
څوک د احساس د غلبلو سره ځي

څوک تیروی، په بیدردی خپل عمر
څوک د دردونو، طوفانو سره ځي

تل په دنیا کې، بیدران پاتې وي
احساس خاوند، عالي فکرو سره ځي

څوک بی خبره ،له رموزه د عشق
څوک یي په شړنګ ، د زولنو سره ځي

څوک وي خوشحاله ، په دوام کي د عمر
څوک د دنیا نه ، د توبو سره ځي

چا ته یو ګوټ هم، د طالع نه رسي
څوک ارمــــانونو ، ډک جامو سره ځي

چا سره نه وي ، د بشر درد و غم
څوک یي په غم کي ، اندیښنو سره ځي

څوک نه لری، په خپل خاطر کي ملال
څوک یو دفتر، د خاطرو سره ځي

چا سره نه وي ، په زړګي داغونه
څوک د زخمي زړونو، داغــو سره ځي

چا سره نه وي ، پّه سترګو کي نم
څوک یي د اوښکو دریابو سره ځي

تل وي غمجن ، دا غمخواران د بشر
چی له دنیا نه ، ارمانو سره ځي

سید عبیدالله نادر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x