نړۍ

پاکستان: د امريکا او طالبانو د خبرو بيا پيلېدو هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بيا پيلېدو هرکلی او ملاتړ کوي.

ښاغلي قريشي په اسلام اباد کې د امريکا له سفير پاول جونز سره د ليدو پر مهال ويلي، د افغانستان سوله د پاکستان په شمول د ټولې سيمې د امنيت او ثبات لپاره اړينه ده.

قريشي زياته کړې، چې طالبانو سره د سولې خبرو د بيا پيلېدو په اړه له امريکا مننه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له نږدې درې مياشتو ځنډ وروسته نن يو ځل بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د نهايي کولو په موخه مذاکرات پيل شوي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره  ورځ هم د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ له طالب ډيپلوماټانو سره ليدلي وو او نن يو ځل بيا پر ځايي وخت له غرمې مخکې لس بجې د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو استازو له امريکايي پلاوي سره خبرې پيل کړي دي.

د ګډ حکومت د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته خوشبيني ښودلې ده.

قاضي وقاد ويلي، کېدای شي، تر راتلونکو لسو ورځو له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک شي او ورپسې بين الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x