روغتیا

هره ورځ ۳۰ دقیقې ورزش کول د شکر ناروغۍ مخه نیولی شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په عام ډول ډاکټران د شکر ناروغ لپاره په منظم ډول د ورزش یا د محدودې مودې لپاره منډه وهل سپارښتنه کوي، ځکه چې دا ددې ناروغۍ په مخنیوي کې خورا ستر رول لوبوي.

دغه خبره پخوا هم څیړنو ثابته کړې چې لټ ژوند، یعنې اوږده موده ناسته د شکر سربېره د ګڼ شمېر نورو ناروغیو لامل کیږي چې د زړه ناروغي، د وینې جریان، ګوزڼ او چاغوالی یې تر ټولو سترې دي.

د ډنمارک په کوپن هیګن پوهنتون کې تازه څیړنه ترسره شوې، په یاده څیړنه کې ویل شوي چې هره ورځ یوازې ۳۰ دقیقې چټک مزل یا منډه وهل بدن کې د داسې هرمون کچه زیاتوي چې د خوراک اشتها کموي او د وینې فشار کچه ټيټوي.

په څیړنه کې د شاوخوا (۱۳۵۰) هغه نارینه او زنانه و چې وزن یې زیات و، د عامې مشغولې او د یوه هارمون «GLP» د وتلو ترمنځ کتنه وشوه، ددغو وګړو هره ورځ د زړه ټکان وڅارل شو تر څو ددوی ورځني فعالیت اندازه وټاکل شي.

په پایله کې وموندل شوه هغه وګړي چې د ورځې په اوږدو کې يې بدني فعالیت تر ۳۰ دقیقو یا له دې زیات وي د یاد هرمون کچه لوړیږي، مګر هغه ښځې چې له دې کم یا تر ۲۰ دقیقو فعالیت کوي ددغه هارمون کچه نه لوړیږي.

پوهان یادو پایلو ته په کتلو وایي چې بدني فعالیت کوم کې چې چټک ګرځېدل یا منډه وهل شامل دي په دې سره په وګړو کې د جي ایل پي هارمون کچه زیاتیږي او د وینې شکر او چاغوالي ګواښ کمیږي.

د څیړونکو په وینا که تاسې په منظم ډول د تمرین کولو لپاره وخت نه لرئ، نو خپل عمومي مزل مو چټک کړئ، دغه راز د سهار یا مازدیګر منډې لپاره وخت ومومئ تر څو مو په بدن کې د یاد هرمون کچه لوړه شي او د شکر په څېر د ځینو نورو وژونکو ناروغیو مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x