افغانستان

سيګار: د نشه يي توکو پر وړاندې د امريکا مبارزه ناکامه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د امريکايي مرستو څارونکې ډلې «سيګار» ويلي، په تېرو ۱۹ کلونو کې امريکا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاق د مخنيوي لپاره نږدې نهه ميليارده ډالر لګولي، خو تر اوسه يې کومه ګټه نه ده کړې او دا مبارزه يې تر ډېره له ناکامۍ سره مخ ده.

سيګار د امريکا کانګريس ته په خپل درې مياشتينې راپور کې ويلي، له ۲۰۰۲ کال راهيسې امريکا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاق د مخنيوي لپاره ۸.۹۴ ميليارده امريکايي ډالر لګولي، خو د نړۍ تر ټولو زيات نشه توکي اوس هم له افغانستانه صادريږي.

ملګري ملتونه هم وايي، په افغانستان کې د مخدره توکو کښت او قاچاق ورځ تر بلې په پراخېدو دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې د قانون نه شتوالی، د چارواکو فساد، رشوتونه او د سياسي وضعيت بې ثباتي د پرېمانه نشه يي توکو تر ټولو ستر لامل دی.

د ملګروملتونو پخواني لوړپوړي چارواکی معين رؤوف  له روسي تلويزون سره په خپلو خبرو کې ويلي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کرکيله په بشپړه توګه له منځه تللې وه او نړيوالو څارونکو ټولنو هم منلې وه، چې طالبانو د نشه يي توکو کښت او تجارت له منځه وړی، مګر د طالبانو د ټولو هڅو سربېره هم د امريکا په ګډون نړيوالې ټولنې هغه مهال د افغانستان بزګرانو سره مرستې ونه کړې او نه يې هم د طالبانو له حکومته مننه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x