
قطر: د سعودي سره د اختلافاتو د حل لپاره مذاکرات روان دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن په ایټالیا کې یوه فورم ته د وینا پر مهال ویلي چې د خلیجي اختلاف د حل په موخه د سعودي سره مذاکرات روان دي او تمه لري چې مثبتې پایلي به ولري.
نوموړي وویل چې د خلیجي هیوادونو اختلاف اوس د بندوبست حالت څخه را وتلی او د حل په موخه یې مذاکرات پيل شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې قطر د سعودي سره د اختلاف د حل لپاره د مذاکراتو خبر ورکوي، ددې تر مخه د امریکا مشهورې رسنۍ وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی وو چې د قطر بهرنیو چارو وزیر سعودي ته تللی او هلته یې د اختلاف د حل په موخه مذاکرات کړي دي.
د ورځپاڼې په وینا سعودي غواړي چې د خپلو ګاونډیو سره د روانو اختلافاتو کچه را ټیټه کړي.
د قطر بهرنیو چارو وزیر د خپلې وینا پر مهال ویلي چې سعودي سره په مذاکراتو کې هغه ۱۳ مادې نه دي شامل چې د محاصرې په پيل کې سعودي د شرط په توګه وړاندي کړې وې.
او زیاته یې کړه، چې مونږ کله هم سیاسي اسلام او اخوان المسلمین سره مرسته نه ده کړې، مونږ د ولسونو ملاتړ کړی د سیاسي جهتونو نه. نوموړي همداراز وویل چې د ایران سره به اړیکې د پخوا په توګه ادامه ولري، مونږ به د ایران دا ښه هیر نه کړو چې د محاصرې پر مهال یې خپل بندرونه او فضا راته خلاصه کړه.
ددې تر مخه د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د قطر امیر ته بلنه ورکړې چې د خلیجي هیوادونو په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړي کومه چې په راتلونکو څو ورځو کې دایریږي، خو تر اوسه مالومه نه ده چې د قطر له لوري څه جواب ورکول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د سعودي، امارات، بحرین، مصر او ځینو نورو هیوادونو له لوري د ۲۰۱۷ جون میاشتې په ۶مه نیټه د اړیکو پرېکون اعلان شو او پر دهغه هیواد هر اړخیز بندیزونه ولګېدل چې له امله یې قطر هیواد د هوا، سمند او ځمکې له لاري محاصره او دا ګمان ډېر زیات شو چې سعودي پر قطر برید وکړي خو د امریکا له لوري د ممانعت له وجې او همداسي قطر ته د ترکي پوځونو د رسیدو وروسته دغه خطره لمنځه ولاړه.
درواغ مه واياست خره منافقان ياست تر تاسي شيطانان ولاكه سته چہ دقطر اوسعودی پہ ما بین کی ھم شیطانت کوی